برلن کې يو ټرک دکرسمس دسودسودا اخستو لپاره دراټولوشوؤ خلکو نه په ډک يو مارکيټ ورختلى چې له امله يې دولس کسان مړه شوي او خواوشا ٥٠ نور ژوبل شوي دي.
دګل په ماښام مشهور کايزر ولهيلم ميموريل چرچ څخه بهر دکرسمس تهوار لپاره راجوړ کړى شوي بازار کې خلک دسودسودا په اخستو کې بوخت وو چې په دغه مهال پرې ناڅاپي يو ټرک وروختو.
پوليسو دټرک ډرايور نيولى خو ټرک کې موجود دوهم تن دبيړنۍ صحي مرستې په مهال مړ شويدى.
سپينې مانۍ يو بيان کې په دغه پيښه دافسوس څرګندونه کړې، ددې غندنه يې کړې او ويلي يې دي په ظاهره دا ترهه ګريز بريد معلوميږي.
خو څو ګينټې وروستو دجرمن پوليسو وينا وه چې تراوسه دوي داسې کوم شواهد نه لري دکومو په اساس چې دغه پيښه يوګريز بريد وګرځولى شي، جرمن داخله وزير تهامس ډي ميزير ويلي دپېښې عوامل په ډاګه نه دي.
دهغه وينا وه پوليس مشکوک تن څخه پلټنې او ټرک کې دمړ شوي دوهم تن سره دهغه دتعلق معلومولو هڅه کوي.
دعيني شاهدانو وينا ده چې دپېښې ځايې کې په لويې شمير کې سيلګري او سيمه ييز خلک موجود وو او دغه ټرک خواوشا يوه ګينټه کې دشپيتوو کلو ميټرو په رفتار سره دپېښې ځايې ته ورغلى.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې هم روانه مياشت کې دامريکا خارجه محکمې داروپا بازارونو او دنورو عوامي مقاماتو په اړه دخطرې خبردارى جاري کړى و.
پيښه کې په کارول شوي ټرک دپولينډ نمبر پليټ لګيدلى و او امريکايي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس دټرک دمالک په اړه ويلي دهغه رشته دار دغه ټرک بوتللى و او انديښنه لري چې دا غلا کړى شوى و.