د افغان چارواکو په وینا تېره شپه کابل کې د ولسي جرګې د هلمند وکیل په کور باندې د وسله والو طالبانو په برید کې لږترلږه اته کسان وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دی.
پوليس چارواکو د وسله والو برید کوونکو سره د افغان ځانګړي ځواکونو نښته ۱۳ ساعته وروستو د ټولو ترهګرو په وژنه پای ته رسېدلې ده.
وسله والو د کابل د پينځمې ناحیې په خوشحال مینه کې د ولسي جرګې د هلمند وکیل معلم میر ولي په کور برید کړی وو.
معلم میر ولي پېښه کې د چت د لارې د وتلو په مهال لږ ژوبل شوی دی.
له دې وړاندې
تېره شپه ـ افغان امنیتي سرچینو وي او ای سره په خبرو کې پخلی کړی امکان دی چې بریدګرو په کور د میرمعلم د کورنۍ غړي او څو مېلمانه یرغمال کړي دي.
د وکیل په اړه لا مالومه نه ده خو ځايي مطبوعاتو ویلي د برید په وخت هغه په کور کې ؤ او د موقعې څخه په وتو کې بریالی شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سمدستي ډول د برید زمه واري قبوله کړې او ویلي يې دي ځانمرګو بریدګرو يې د مهمو مېلمانو او هلمند د امنیتي چارواکو په موجودګۍ کې په کور برید کړی دی.