لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپرل هاربربريد کې وژل شوو کسانو ته دامريکا او جاپان دمشرانو پيرزوينې


 بريدکې وژل شوو کسانو ته دعقيدت دپيرزوينو وړاندې کولو په مهال جاپاني وزيراعظم ويلي دي " مونږ ته دجګړې ويرې تکرارول نه دي پکار"
بريدکې وژل شوو کسانو ته دعقيدت دپيرزوينو وړاندې کولو په مهال جاپاني وزيراعظم ويلي دي " مونږ ته دجګړې ويرې تکرارول نه دي پکار"

دجاپان وزيراعظم شينزو آبى په پرل هاربر،هوايي،٧٥ کاله دمخه دجاپان لخوا ددوهمې نړيوالې جګړې په مهال شوي بريد کې څليريشتو سوؤ څخه دزياتو وژل شوو امريکايانو کورنو سره دغمرازۍ څرګندونه کړې ده.

بريدکې وژل شوو کسانو ته دعقيدت دپيرزوينو وړاندې کولو په مهال جاپاني وزيراعظم ويلي دي " مونږ ته دجګړې ويرې تکرارول نه دي پکار"

هغه وويل " دجاپان دوزيراعظم په توګه زۀ دهاغو کسانو روحونو ته مخلصانه او دايمي غمرازي وړاندې کووم کوم چې دلته خپل ژوند بايللى"

آبى ددغه جاپانې بريد لپاره بخښنه نه ده غوښتې، دهغه ډلې په ډاګه کړې چې بخښنه دهغه اراده نه ده او ويلي يې دي دسفر مقصد دا خبره په ډاګه کول دي چې دجګړې څخه وروستو څنګه دامريکا او جاپان اړيکې مخ په وړاندې تللي دي.

آبى امريکايي ولسمشر براک اوباما سره ديوې دستورې په مهال دپر هاربرپه سمندري اډه کې اودريدلى.

له دې وړاندې دواړو مشرانو پر هاربر کې په يادګار دګلونو څادر غوړلى، هغوي خپلې سترګې بندې کړې او تر څو شيبو خاموشه ولاړ وؤ.

پخپله وينا کې امريکايي ولسمشر براک اوباما داسيا-پيسيفک سيمه کې امن لپاره دامريکا او جاپان ايتلاف مهم او ټوله نړۍ کې پرمختګ لپاره مهم بللى.

په ٧م دسمبر کال ١٩٤١م کې دجاپان ناڅاپي بريد کې څليريشتو سوو څخه زيات امريکايان وژل شوي وؤ او په امريکايي اډې دبريد څخه وروستو دکال ١٩٤٥ داګست مياشت کې امريکا هم په جاپان دوه اتومي بمونه غورځولي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG