دروس ولسمشر ولاديمير پوتن ويلي دي ماسکو به امريکا سفارتکاران نه ملک بدر کوي.
دکريملن لخوا دجمعې په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه پوتن ويلي دي” مونږ به امريکايي سفارتکارانو لپاره ستونزې نه پيدا کوؤ، مونږ به څوک نه ملک بدر کوؤ“
له دې وړاندې دروس حکومتي ادارې انټريکس دروسي خارجه وزير سرګۍ لاروف له خُلې ويلي وو دماسکو په ضد دلګول شوو نوو بنديزو غبرګون کې دپينځوو ديرشو امريکايي سفارتکارانو دروس بدر کولو وړانديز ورکړى شويدى.
په ډاګه دې وي چې دامريکا ولسمشر براک اوباما دزيارت په ورځ دروسي چارواکو او استخباراتي شبکو په ضد دنوو بنديزونو لګولو ترڅنګ دپينځوو ديرشو روسي سفارتکارانو دملک بدرکولو اعلان هم کړى و، دوه روسي ودانۍ تړل شويدي.
دولسمشر براک اوباما دانتظاميې وينا ده دنومبر مياشت کې امريکا کې دصدارتي ټولټاکنو په مهال دروس لخوا دمشکوک مداخلت په مهال دامريکا سياسي ويب پاڼې او اي ميل اکاونټونه هيک کړى شوي وؤ.
دولسمشر براک اوباما لخوا دزيارت په ورځ دروس په ضد په داسې حال کې بنديزونه لګول شوي چې وفاقي پلټنيزې ادارې ايف بي ايي او دهوم لينډ سيکورټي لخوا دجاري شوو ديارلسو پاڼو راپور کې دروس استخباراتي شبکې د٢٠١٦م صدارتي ټولټاکنو کې شوي هيکنګ کې ککړې ګرځول شويدي.