لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ۲۰۱۶م کال کې څلورنیم لکه مهاجر د ملک نه بهر کړي


که څه هم دا شمېره د تېر کال په پرتله لږه زیاته ده ولې په راپور کې ویل شوي چې دا شمېره په کال ۱۹۸۰م او ۲۰۰۸م کې د نیول شوؤ سره برابریږي.
که څه هم دا شمېره د تېر کال په پرتله لږه زیاته ده ولې په راپور کې ویل شوي چې دا شمېره په کال ۱۹۸۰م او ۲۰۰۸م کې د نیول شوؤ سره برابریږي.

د امريکا د کورني امنیت (هوم لېنډ سیکیورټۍ) محمکې په کال ۲۰۱۶م کې په ټول ملک کې د پينځه ؤ لکو نه زیات کسان نيولی او دا شمېره د تېر کال په پرتله لږه سېوا ده.

محکمې په خپل کالیز راپورکې دغه خبره کړې ده. راپور کې د امریکا د امېګرېشن لخوا د جرمونو کوونکو، اولسي تحفظ، د پولې د ساتونکو او ملي امنیت په رنګ معاملاتو کې د لمړیتوبونو عکاسي شوې ده.

که څه هم دا شمېره د تېر کال په پرتله لږه زیاته ده ولې په راپور کې ویل شوي چې دا شمېره په کال ۱۹۸۰م او ۲۰۰۸م کې د نیول شوؤ سره برابریږي.

د کورني امنیت د محکمې وزیر جانس په یو بیان کې ویلي، ( مونږ د پولو د ساتنې دپاره د مرکزي حکومت د لسیزو راهسې پخوانۍ سرمایه کارۍ پیاوړي کولو عمل دوامداره ساتلی او نتیجې يې مخې ته راغلي دي).

هغه ویلي (په وروستیو کالونو کې په پوله د نیولو شوو کسانو په پوله د اوړېدو هڅې په ډاګه کوي کومې چې د و ړاندې په حساب ډېرې کمې دي).

د امریکې امېګرېشن، کسټمز او پولو د ساتنو ادارو په کال ۲۰۱۶م کې څلور لاکه، ۵۰ زره او ۹۵۴ د امریکا نه بیرته لېږلي دي.

په کال ۲۰۱۵م کې په وړومبي ځل د منځنۍ امریکا نه د غریبۍ او تشدد له سببه امریکا پله د کډه کوونکو شمېره د میکسیکو د پولې نه د اوړېدونکو څخه سېوا وه او دا لړۍ سږکال هم روانه وه.

ویل شوي په کال ۲۰۱۶م کې نزدې ۶۰زره داسې ماشومان هم نیول شوي چا چې بغېر د مشرانو سفر کولو.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG