لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په استنبول کې د شپې په کلب د شوي برید زمه واري منلې


بل لور ته د ترکي چارواکي وايي په کلب باندې د برید کوونکي د لټون دپاره عملیات دوام لري.
بل لور ته د ترکي چارواکي وايي په کلب باندې د برید کوونکي د لټون دپاره عملیات دوام لري.

تُندروه ډلې داعش ادعا کړې چې د ترکي په استنبول ښار کې د نوي کال په موقع د شپې په یو کلب باندې شوی برید دغه ډلې کړی دی.

داعش ډلې نن د ګل په ورځ یو بیان کې ویلي دغه برید يې د خلافت یو سرتيري کړی دی.

بل لور ته د ترکي چارواکي وايي په کلب باندې د برید کوونکي د لټون دپاره عملیات دوام لري.

د خالي په شپه ترسره شوي دې برید کې د بهر ملکیانو په ګډون لږترلږه ۳۹ کسان وژل شوي او نزدې ۷۰ نور ژوبل شوي وو.

په وژل شوؤ کې ۲۵ بهر ملکیان چې پکې د اُردن، لبنان، اسرائیل، سعودي عرب، عراق او کېنېډا وګړي شامل وو.

د اتوار په ورځ د ترکي وزیراعظم بن علي یلدرم ویلي چارواکو سره يې د مشکوک بریدګر په اړه کوم ډاګيز مالومات نشته.

نوموړي ویلي (ځینې مالومات مخې ته راغلي ولې انتظاميه سره یې د کره نتیجو دپاره نور کار کوي).

د استنبول په خوندي علاقه کې د شپې په کلب هغه وخت برید شوی ؤ چې په دغه ځای کې نزدې ۶۰۰ کسان موجود وو.

چارواکو ویلي د برید وروستو نه وروستو چې خلک کله د برید نه د وتلو په هڅه کې وو په دغه وخت کې بریدګر هم د خلکو سره وتلی دی.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان په یو بیان کې دغه برید ظالمانه عمل ويلي ؤ، نوموړي ویلي چې ترکي به یو موټی وي او د ترهګرۍ دغه لوبه به سمېدو ته نه پرېږدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG