لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما دمخه ښې په وینا کې د یووالي او جمهوریت کې د برخې اخستو غږ کړی


صدر اوباما خپله وروستۍ وینا د شکاګو په ښار کې کړې د چرته نه چې نوموړي د خپل سیاسي ژوند پېل کړی ؤ.
صدر اوباما خپله وروستۍ وینا د شکاګو په ښار کې کړې د چرته نه چې نوموړي د خپل سیاسي ژوند پېل کړی ؤ.

د امریکا صدر باراک اوباما د نهې په ورځ د خپلې مخه ښې په وینا کې ویلي چې کله يې په کال ٢٠٠٩م کې د صدر چوکۍ سمبال کړې وه، نن امریکا د هغې نه زیاته ښه او پیاوړې ده. د نوموړي اشاره د ملک معاشي حالات ښه کولو او د روغتیا پروګرام پله وه د کومو چې هغه ژمنه کړې وه.

صدر اوباما خپله وروستۍ وینا د شکاګو په ښار کې کړې د چرته نه چې نوموړي د خپل سیاسي ژوند پېل کړی ؤ.

د نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ د لوړې کولو (سوګندپورته کولو) نه یواځې لس ورځې وړاندې صدر اوباما په خپله وینا کې ټول امریکایان مخاطب کړي، هغه خلک هم چا چې ټرمپ ته ووټونه ورکړي دي.

اوباما وویل دا د ټولو امریکایانو زمه واري ده چې دا خبره یقيني کړي چې حکومت ته د ورپېښو ټولو مسلو حل را اوباسي، او نوې انتظاميې ته د واک ورکول اسان کړي.

هغه وویل (وګڼئ چې جمهوریت یو شان والي ته اړتیا نه لري)) هغه زیاته کړه (( زمونږ مشرانو جګړې او روغې جوړې کړي دي او مونږ هم د ځانه دا هيله ساتو، ولې هغو ګڼل چې جمهوریت ته د یو والي یو بنیادي احساس پکار دی)).

باراک اوباما وړومبی امریکايي تور پوستی صدر دی، نوموړي په خپله وینا کې دا یادګېرنه هم وکړه چې د انتخاباتو نه وروستو د ډېرو خلکو په نظر کې امریکا د نسلې امتیاز نه ډېره لرې وتې وه، ولې هغه وویل نسل پرستي اوس هم (( یوقوي او زیاتره ویشونکی قوت دی)). نوموړي په دې خبره ټینګار وکړو چې د نسلي امتیاز (تعصب) په ضد دې قانون سر لوړی وساتل شي.

صدر اوباما وویل چې د ویرې مقابله به کول وي او امریکا ته به د خپلو اقدارو ساتنه کول وي، نوموړي په په دغه لړ کې په خپل دور کې د لاس ته راوړنو یادګېرنه هم وکړه.

اوباما وویل ( د دې دپاره ما د امریکا د مسلمانانو په ضد امتیازي سلوک رد کړو).

نوموړي په خپله وینا کې په خپل وخت کې د اقتصاد، د صحت او بې روزګارۍ د شرحې کمولو په لړ کې خپلې لاس ته راوړنې یادې کړې او وی ويل چې دا پوره نه ده او اقتصادي نابرابري د هېواد جمهوریي اصول اغېزمنوي.

اوباما امریکايي پوځ ته په مخاطب کولو سره وویل مشري د ځان دپاره اعزاز ګڼي او د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې بریاوې چې پکې د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژنه، په شام او عراق کې يې د داعش په ضد اتحادي هڅې هم یادې کړې.

نوموړي په اخره کې ټولو امریکایانو ته په مخاطب کولو سره وویل چې د بدلون راوستو دپاره په خپل ځان یقین وساتئ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG