تُندروه ډله داعش د انټرنېټ د لارې خپل کمپاین سېوا کړی او په مغربي ملکونو کې يې په پلویانو ټینګار کړی چې په خپلوملکونو کې بریدونه زیات کړي.
په انټرنېټ د بریدونو دپاره راپارونکي کمپاین کې داعش دا هم ښايي چې کيمیايي وسلې څنګه جوړېدی شي.
د داعش دپاره پروپېګنډه کوونکي د خپلو مشرانو دغه خبره هم پټه نه ساتي، چې د لویديځ طاقتونه دې د ترهګرې ډلې داعش په ضد د جګړې په ځای خپل منځني امنیت ټینګ ساتلو ته مجبور کړی شي.
په وروستیو کې د داعش د ولقې لاندې ډېری علاقې د دوي د لاس نه وتي دي.
په واشنګټن کې موجود د منځني ختیځ د رسنیو د څېړنې ادارې ویلي داعش په خپله پروپېګنډه کې په خپلو پلویانو زور راوړی چې په خپلو دښمنانو بریدونه وکړي او د دغه لارې يې ستړي کړي.
داعش په خپلې اوونیزې مجلې (النبا) د ۵ جنورۍ په خپرونه کې په یو لیک کې ویلي چې یو توحیدپرست په خپل ذات کې یو پوځ دی کوم چې د انکار کوونکو په خاوره د بریدونو خوشحالي کوي.
په لیک کې چې د کومو بریدونو یادګېرنه شوې په هغو کې د امریکا د فلورېډا ریاست په اورلېنډو کې د شپې په یو کلب برید په کوم چې ۴۹ کسان وژل او ۵۳ نور ژوبل شوی وو. دغه ډول په مضمون کې د فرانس په نیس ښار او برلن کې د کرسمس په مارکیټ د برید حواله ورکړی شوې ده.
مجله کې ویل شوي چې لویديځه نړۍ کې دې پوځ او پولیس ستړي کړی شي او حکومتونه دې په دې خبره سپک کړي چې دوي د خپل ملک په ساتنه کې ناکامه شوي دي.
په وروستیو کې ټیلي ګرام چېنل د القاعده پلوي یوه ویډیو خپره کړې چې پکې مسلمانانو ته په لویدیځ او روس باندې بریدونوته راپارول ښودل شوي دي.
څنګه چې د شام شخړه اوږديږي، په شام او عراق کې جهادي جنګیالي او د هغوي پروپېګنډه کوونکي او په لویدیځ کې د هغوي اتحاديان د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو خپلې هلې ځلې تُندې کړي دي.
په بیلجيئم او فرانس کې د داعش په بریدونو کې د وژل شوؤ درېو امریکایانو کورنو د ګل په ورځ د ټویټر په ضد یوه مقدمه درج کړې چې دغه اداره د ترهګرو ډلو غړو ته د خپل پلېټ فارم نه کارولو په لړ کې پاتې راغلې ده.