لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده عرب اماراتو د کندهار په برید کې د خپلو ۵ سفارتکار د وژنې پخلی کړی


افغان صدر اړونده ادارو ته په کندهار کې د والي په مېلمستون کې د شوي برید د پلټنو امر کړی دی. 
افغان صدر اړونده ادارو ته په کندهار کې د والي په مېلمستون کې د شوي برید د پلټنو امر کړی دی. 

متحده عرب اماراتو پخلی کړی چې په کندهار کې د نهې په ورځ شوي بمي برید کې يې پينځه سفارتکار وژل شوي دي، د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې د نهې په ورځ ترسره شوي برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ژوبل شوي وو.

د افغان چارواکو په وینا بمي برید کې د کندهار ګورنر همایون عزیزي، په کابل کې د متحده عرب اماراتو سفیر جمعه محمد عبدالله الکعبي په ژوبل شوؤ کې شامل دي.

د دوبۍ امیر او متحده عرب اماراتو وزیراعظم او مرستیال صدر شېخ محمد بن راشدالمکتوم نن د شورو په ورځ په ټویټر یو پېغام کې ویلي، (د داسې تنانو چې د خلکو مرستې کوي د هغوي وژنه هیڅ بشري، اخلاقي او مذهبي جواز نه لري) نوموړي په بمي برید کې د وژل شوؤ دپاره دعا هم غوښتې ده.

د متحده عرب اماراتو خارجه وزیر د نهې په ورځ ویلي، سفیر یې د افغان یتیمیانو ماشومانو سره د مرستو او هغوي ته د وظیفو ورکولو دپاره کندهار ته تلی ؤ.

طالبانو ویلي په دغه برید کې يې هیڅ قسمه لاس نه درلود او زیاته کړې يې ده دوي بم نه ؤ اېښودی او د دې په ځاې يې د برید تور په (ځايي منځنو دښمنو) لګولی دی.

بل لور ته افغان صدر اشرف غني په کندهار کې شوی برید غندلی او د صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په خپور کړي یو بیان کې نوموړي ویلي (د افغانستان د ثبات او پرمختګ دښمنان د دغه رنګ ترهګر بریدونو په ترسره کولو سره د هېواد د ودانولو او پرمختګ لپاره زموږ د خلکو باور او پیاوړې ارادې نشي کمزورې کولی).

اشرف غني دغه راز ویلي،( دا اعمال په هیڅ وجه د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې او همکارۍ نشي زیانمنولی).

افغان صدر اړونده ادارو ته په کندهار کې د والي په مېلمستون کې د شوي برید د پلټنو امر کړی دی.

د کندهار د پولیس مشر جنرال عبدالرزاق ویلي، چاؤدنې څو شېبې وروستو له هغې شوي چرته چې دوي ناست ؤ او څو دقیقي وړاندې دوي د دغه ځایه پاسېدل.

کابل کې د نهې په مازیګر هم دوه ځانمرګي بریدونه شوي او د افغانستان د صحت وزارت نن د شورو په ورځ خپره کړې شمېره کې ویلي چې په دغو بریدونو کې ۳۷ تنه وژل شوي او ۹۸ نور ژوبل شوي دي. د بریدونو په ښکار شوؤ کې حکومتي کارمندان، امنیتي چارواکي، عام خلک او وکیلان هم شامل وو.

ځانمرګو د پارلیمان د دفترو نه د تلونکو کاروان په هدف کړی ؤ.

طالبانو په سمدستي ډول د دغو بریدونو زمه واري قبوله کړې وه.

امریکا په افغانستان کې د تشدد پېښې په سختۍ سره غندلي دي.

د امریکا د خارجه وزرارت ویاند مارک ټونر په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي ( د پارلیمان په غړو برید په جمهوریت برید دی نوموړي پېښه کې د وژل شوو او ژوبلو د کورنو سره د غمرازۍ څرګندونه کړې ده).

هغه ویلي واشنګټن د افغان قوم سره کلک ولاړ دی او د سوله ییز او خوشحاله افغانستان دپاره ژمن دی.

د نهې په ورځ هلمند کې د شوي برید چې پکې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي وو طالبانو د دغه برید زمه واري هم قبوله کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG