لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د عیسائي لږکیو ژوند لا نور تنګ شوی


د عیسايي مشرانو په وینا پاکستان کې دوي تر ټولو زیات په پنجاب صوبه کې زورول کيږي.
د عیسايي مشرانو په وینا پاکستان کې دوي تر ټولو زیات په پنجاب صوبه کې زورول کيږي.

د عیسایانو د حقونو دپاره کارکوونکې یوې غېر دولتي نړېوالې ادارې (اوپن ډور) په خپل کالیز راپور کې ویلي پاکستان په نړۍ کې په درېم نمبر هغه هېواد دی چرته چې عیسایان زیات زورول کيږي، او پاکستان کې د عیسایي لږکیو مشران وايي پنجاب صوبه کې د دوي ژوند ډېر تنګ دی.

پاکستان کې د عیسايي لږکیو مشران وايي چې د (اوپن ډور) په راپور کې چې کومه شمېره یا حال ښودل شوی دی پاکستان کې د عیسایانو ژوند د دې نه ډېر زیات خراب دی.

د عیسايي مشرانو په وینا پاکستان کې دوي تر ټولو زیات په پنجاب صوبه کې زورول کيږي.

دوي وايي چې د عیسایانو په ضد د مذهب د سپکاوي قانون په ناجایزه طریقه کاريږي او د عیسايي ښځو سره په زور د ودونو کولو لړۍ هم سېوا شوې ده او د پاکستان ریاست دوي ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی دی.

پاکستان کې د عیسايي لږکیو یو مشر جوزف فرانسس یواځې د اوپن ډور راپور کره نه بلي بلکې وايي چې پاکستان کې د عیسایانو ورځ له دې هم ډېره بده ده.

(( دا راپور بیخي سم دی او دلته د عیسایانو زورولو لړۍ ۲۰۰ فیصده سېوا شوې ده او پنجاب کې د عیسايي ښځو د ودونو لړې ډېره سېوا شوې ده)).

د پاکستان کرسچین پوسټ نومې آن لائن خبري ادارې په خپل یو راپور کې د مسلمانانو یو تنظیم (مومنټ آف سولېډريټي اېنډ پيس) د شمېرو حوالې ورکړي چې ترمخه یې پاکستان کې هر کال د مسلمانانو د لاسه د ۱۰۰۰ نه د زیاتو لږکيو د ښځو سره په زور ودونه کيږي،او دوي په زور مذهب اسلام ته راړول کيږي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د مذهب د سپکاوي په اړوند درج کېدونکو مقدمو کې ۱۵فیصده یواځې د عیسايي لږکيو په ضد درج کيږي.

جوزف فرانسس د مذهب د سپکاوي په تورنو کې د عیسايانو د قانوني مرستو دپاره یو شخصي تنظیم هم چلوي، وايي دغه قانون تر ټولو زیات د عیسایانو په ضد کاريږي.

نوموړی د پنجاب صوبې په حکومت تور لګوي چې نه یواځې عیسایانو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی بلکې د دويي په زورولو کې برابر شریک دی.

((په دوي کې تر ټولو زیات د( بلاسپهېمي)مذهب د سپکاوي کېسونه دي،او په ۲۰۱۵م کې چې یوحنا اباد کې کومه بمي چاؤدنه شوې وه،په هغې ۱۰۰۰ عیسایان نیول شوي دا وخت په جېلونوکې دي، د پنجاب حکومت په دوي ناجایزه کېسونه جوړ کړي او د پنجاب حکومت يې نګراني او ملاتړ کوي)).

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي دپاره جوړ قانون ته د بیا کتنې په خبره د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر او د لږکیو وزیر شهبازبهټي وژل شوي دي.

د پاکستان سترې محکمې هم پخلی کړی چې د مذهب د سپکاوي دپاره د جوړ قانون غلط استعمال کيږي او حکومت ته يې د دې د مخې نیولو دپاره د ګامونو پورته کولو ویلي دي.

د اوپن ډور د شمېرې ترمخه د پاکستان په ۱۹کروړه، ۶۷ لاکه او ۴۴زره ابادۍ کې ۳۹ لاکه ۳۸ زره عیسایان دي.

د ادارې ترمخه پاکستان کې عیسایان د وژنو، چاؤدنو، د ښځو تښتونو، جنسي تيري، په زور واده کولو، د کورونو او ملک څخه د ویستلو د لارې هدف جوړيږي.

پاکستان کې نه یواځې عیسایان، بلکې هندوان هم په زور د مذهب بدلولو او ښځو په زور د مسلمانانولو شکایت کوي او وخت په وخت د احمدي ډلې د غړو د وژنو او پنجاب صوبه کې په دوي د بریدونو راپورونه مخې ته راځي.

خو د پاکستان حکومت وایي ټولو لږکیو ته یو شان حقونه ورکړی کیږي او په ملک کې چا سره د مذهب یا جنس په سر په چا کې تفریق نه کوي.

اوپن ډور نومې اداره وايي د نړۍ په ۵۰ هېوادونو کې عیسایانو سره تر ټولو زیات په بد سلوک کې شمالي کوریا په اول نمبر، صومالیه په دویم، افغانستان په درېم او پاکستان په څلورم نمبر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG