لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ روسیې اؤ چین سره ګډ کار کولو ته اړتیا ښودلې


ټرمپ وایي هغه د روس اؤ چین سره په ګډه کار کولو ته لیواله دی خو په دې شرط چې دغه دواړه هیوادونه مرسته وکړي
ټرمپ وایي هغه د روس اؤ چین سره په ګډه کار کولو ته لیواله دی خو په دې شرط چې دغه دواړه هیوادونه مرسته وکړي

د امریکا نوي ټاکل شوي صدر ډونلډ ټرمپ وایي هغه د روس اؤ چین سره په ګډه کار کولو ته لیواله دی خو په دې شرط چې دغه دواړه هیوادونه مرسته وکړي.
دغه څرګندونې وال سټریټ جرنل ورځپاڼې سره یوه مرکه کې ښاغلي ټرمپ په داسې حال کې کړي چې د روسیې لخوا د امریکا ترسره شوؤ ټاکنو کې د مداخلې استخباراتي راپور د امریکایانو سخت غبرګون راپارولی خو ډونلډ ټرمپ وایي په هغه لګول شوي تورونه هیڅ حقیقت نه لري.
پخپله دغه مرکه کې ښاغلي ټرمپ ویلي دي په روسیې لګیدلي بندیزونه به تر څه مودې پځایې وي خو که ماسکو داسلامي سخت دریځۍ په ضد جګړه اؤ نورو معاملو کې واشنګټن سره مرسته کوي نو د روسیې څخه دغه بندیزونه پورته کیدی شي .
هغه دا هیله هم ښکاره کړه چې د روسیې صدر پوټین سره به یې لیدنې ته لاره هواره کړی شي.
ډونلډ ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چین ته به هم امریکایي کمپنیانو ته د پیسو د ورکړې په حواله نرمي کول اؤ مقابله کې د برخې اخستو اجازه ورکول وي.
د جمعې په ورځ په ټولنیزه رسنۍ ټوئټر ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې وه چې د صدارت د چوکۍ سمبالولو څخه وروستو به د دریوؤ میاشتو دننه دننه امریکایي ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې د تورونو په هکله رپورټ مخې ته راوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG