لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دواشنګټن مارچ سره ديو والي څرګندونې لپاره ټوله نړۍ کې ښځو لاريونونه کړي


 په داسې حال کې چې ټرمپ دامريکا دولسمشر په توګه لوړه کړې ، دامريکايي پلازمينې پشان زياترو نړيوالو مظاهرينو دښځو دحقونو، سول حقونو او ماحولياتي معاملو په اړه انديښنې لرلې.
په داسې حال کې چې ټرمپ دامريکا دولسمشر په توګه لوړه کړې ، دامريکايي پلازمينې پشان زياترو نړيوالو مظاهرينو دښځو دحقونو، سول حقونو او ماحولياتي معاملو په اړه انديښنې لرلې.

واشنګټن کې دډونلډټرمپ دامريکا د ولسمشر په توګه دلوړې کولو څخه يوه ورځ وروستو دښځو داجتماعي مارچ سره ديو والي دڅرګندونې په توګه دنړۍ په لويو ښارونو کې ښځو مظاهرې کړي دي.

په داسې حال کې چې ټرمپ دامريکا دولسمشر په توګه لوړه کړې ، دامريکايي پلازمينې پشان زياترو نړيوالو مظاهرينو دښځو دحقونو، سول حقونو او ماحولياتي معاملو په اړه انديښنې لرلې.

جاپان کې په سلګونو کسانو، چې پکې زياتره امريکايي مهاجرين شامل وؤ، دټوکيو سره نزدې سيمو کې مارچ کړى،نعرې يې وهلي او هاغه پلى کارډونه يې پورته کړي وو چې پرې دمينې نعرې درج وې.

اسټريليا کې په زرګونو مظاهرينو په سډني کې دلاريون دمنتظمينو په وينا دنوي امريکايي ولسمشر د"کرکې څخه ډکې لهجې" دچيلنج کولو په غرض دامريکايي قونصل خانې ترڅنګ مارچ کړى.

لندن کې هم خواوشا اتيا زرو کسانو دامريکايي سفارتخانې سره نزدې لاريون او دټرفلګر سکوير په لوري يې مارچ کړى دى.

برلن کې هم ښځو دبرينډنبرګ ګيټ سره نزدې پوسټرې پورته کړي، جرمني کې دغسې اووه مظاهرې شوي چې پکې يوه دبرلن مظاهره هم شامل وه.

دپيرس، بوډاپيسټ،ايمسټرډم او هيګ په ګډون ګڼو نورو اروپايي ښارونو کې هم مظاهرې شوي دي.

نايجيريا،ملاوي او نورو سيمو کې هم دمظاهرو منصوبه بندي شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG