لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې امريکا لپاره دټرمپ انتظاميې په پلان ماهران ويشل شوي


 دطالبانو دډلې لخوا ميډيا ته په جاري شوي يو پرانستي ليک کې يو طالب وياند په ټرمپ غږ کړى و چې "بې ګټې" او "نه ګټونکې" جګړه دې پريږدي.
دطالبانو دډلې لخوا ميډيا ته په جاري شوي يو پرانستي ليک کې يو طالب وياند په ټرمپ غږ کړى و چې "بې ګټې" او "نه ګټونکې" جګړه دې پريږدي.

دامريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ افغانستان کې دامريکايي ځواکونو لپاره دخپلې منصوبه بندۍ په اړه په ولسي کچه تر دې دمه څه نه دي ويلي خو تيره اوونۍ طالبانو هغه ته خپل پيغام ورکړى و.

دطالبانو دډلې لخوا ميډيا ته په جاري شوي يو پرانستي ليک کې يو طالب وياند په ټرمپ غږ کړى و چې "بې ګټې" او "نه ګټونکې" جګړه دې پريږدي.

ولسمشر ټرمپ دخپل انتخابي مهم په مهال دافغانستان اوپاکستان په اړه ډير کم غږيدلى خو دغه دواړه هيوادونه دامريکا بهرنۍ تګلاره کې مهم لمړيتوبونه دي او(دامريکاڅخه) دبلينونو ډالرو مرستې ترلاسه کوي.

دافغان طالبانو دمخ په زياتيدونکي اثرورسوخ او دداعش په ګډون دنورو تندروه ډلو په وده دزياتيدونکې انديښنې په مهال دخارجه تګلارې پوهان په دې اړه تقسيم دي چې دهاغه شخړې په اړه به نوې انتظاميه څه وکړي کومه چې اوس دامريکا ددريم ولسمشر مسؤليت جوړ شويدى.

رخصت شوي امريکايي ولسمشر براک اوباما له دې وړاندې ويلي وو دهغه ځايى ناستى به په دې اړه پريکړه کوي چې راتلونکى امريکايي ګام څه پکار دى.

دتيرکال دجولايي مياشت کې اوباما ويلي وو " د ولسمشر او کمانډر ان چيف په توګه ما دا واضحه کړې چې زه به افغانستان يوې داسې خوندي ځالې جوړيدو ته نه پريږدم دکومې څخه چې زمونږ په قام بريد کيږي" هغه دا هم ويلي وو چې " دسږکال(٢٠١٦)م تر اخره دپوځيانو دشميرې ٥٥٠٠ؤ ته دراکمولو پځايې به امريکا افغانستان کې زما دانتظاميې تر پاې راتلونکي کال کې ٨٤٠٠ پوځيان پځايې ساتي"

ولسمشر(اوباما) دخپلې پريکړې پشا دافغانستان دنازک وضعيت اود طالبانو دګواښ حواله ورکړې وه.

خو دخارجه تګلارې پوهان دټرمپ انتظاميې دممکنه پريکړې په اړه متضاد توقعات لري.

په هيريټيج فاونډيشن کې داسيايي مطالعو دتحقيق لوړپوړي غړې ليزا کرټس ويلي " که نوې انتظاميه په رښتيا غواړي چې افغانستان کې پرمختګ وکړي، هغوي ته به دطالبانو او حقاني نيټ ورک دخوندي ځالو په اړه څه کول وي، کومې چې اوس هم په پاکستان کې دي"

کرټس افغانستان کې دامريکا دپرله پسې موجودګۍ هيله لري.

هغې ويلي مونږ توقعو کولى شو چې نوې انتظاميه به دافغانستان په اړه خپله تګلاره جوړه او فيصله کړي، چې بنياد به په ځمکنو حقيقي حالاتو ولري نه چې په کورني سياسي مهال ويش ، کوم چې مونږ وليدو چې اوباما انتظاميې وکړو

دافغانستان لپاره پخواني سفير او داقتصادي او کاروباري چارو په اړه اسسټنټ سيکټري اف سټيټ کارل انتهوني واين کرټس سره دمهال ويش څخه دډډې کولو په اړه اتفاق کوي.

واين ويلي په هغوي کي چې زياترو دافغانستان په اړه کار کړى او دغلته دشوي کار په اړه ژمن پاتې شوي، هيله لري چې هغوي به تلپاتې شراکتداري او پرته له مهال ويش څخه يوه ژمنه وويني.

ځينې پوهان وړانديز کوي چې ټرمپ انتظاميه خپل پام دپاکستان په لوري اړولى شي، دانتخابي مهم په مهال کانديد ټرمپ ويلي وو،په افغانستان نه بلکې پاکستان کې وضعيت دسيمې بنيادي امنيتي ستونزه ده.

په رينډ کارپوريشن کې پاليسي څيړنکار ريبيکا زمرمين ويلي مونږ پوهيږو چې ټرمپ دانتخابي مهم يا دټاکنو څخه وروستو هم دافغانستان په اړه ډير څه نه دي ويلي خو هغه چې دسيمې په اړه څه ويلي داسې ښکاري چې هغه په بنيادي توګه دپاکستان په اړه ستراتيژيکي ستونزو کې په بنيادي توګه خوښي لري

خو دکلتوراو شخړو دمطالعې په اړه د نيول پوسټګريجويټ سکول پروګرام مشر تهامسن.ايچ.جانسن بيا ددې په ضد خبردارى ورکوي.

دپاکستان وزيراعظم نوازشريف سره دهغه لمړۍ خبرې ډيرې عجيبه وې او دپاکستان په اړه دهغه وروستۍ تګلارې به دهغه په افغان تګلارو مهمه اغيزه ولري

مشهور پاکستانى خبريال او ليکوال احمدرشيد وايي " کوم چې تاسو اوس لرئ هغه ډير پيچيده سيمه ييز وضعيت دى چې پکې طالبان دايران څخه هم ملاتړ ترلاسه کوي، هغوي روس سره په خبرو کې دي،هغوي چين سره په خبرو کې پاتې شوي دي"

پخپله دفاع کې دپاکستان پوځي او سياسي چارواکي په دې خبره ټينګار کوي چې هغوي دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې قربانۍ ورکړي او ځاني او مالي قيمتونه يې ادا کړي دي.

امريکايي چارواکي اوس هم په دې خبره ټينګار کوي چې پاکستان نور ګامونه هم اخستى شي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند مارک ټونر ويلي " مونږ پرمختګ ليدلى، هغوي ددې خوندي ځالو دله مينځه وړلو لپاره مونږ ليدلي چې هغوي څه ګامونه اخستي، خو په واضحه توګه ستونزه لا شته، او دا هاغه څه دي چې پاکستان سره زمونږ دروانو خبرو برخه ده"

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG