لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دوژل شوي ازبک تندلاري ځوې داعش ته وده ورکوي،چارواکي


 داطلاعاتو ترمخه يواځې توب ته اوليت ورکوونکى مطلوب تن عبدالرحمان يلداش دخپل پلرني ازبکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په شمالي ولايتونو کې دداعش دپښو مضبوطولو دهڅو مشري کوي، چارواکي په دې اړه باوري نه دي چې هغه چرته بنياد لري او څنګه فعاليت کوي.
داطلاعاتو ترمخه يواځې توب ته اوليت ورکوونکى مطلوب تن عبدالرحمان يلداش دخپل پلرني ازبکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په شمالي ولايتونو کې دداعش دپښو مضبوطولو دهڅو مشري کوي، چارواکي په دې اړه باوري نه دي چې هغه چرته بنياد لري او څنګه فعاليت کوي.

دافغانستان په شمالي ولايت سرپل کې چارواکو دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته ويلي ديو وژل شوي مشهور ازبک تندروه کمانډر ځوې په شمالي افغانستان کې ازبک سړي په تندروه ډله داعش کې ورګډيدو ته لمسوي.

داطلاعاتو ترمخه يواځې توب ته اوليت ورکوونکى مطلوب تن عبدالرحمان يلداش دخپل پلرني ازبکستان دپولې سره نزدې دافغانستان په شمالي ولايتونو کې دداعش دپښو مضبوطولو دهڅو مشري کوي، چارواکي په دې اړه باوري نه دي چې هغه چرته بنياد لري او څنګه فعاليت کوي.

دشمالي ناقراره ولايت سرپل والي ظاهر وحدت امريکا غږ ته ويلي چارواکي وايي هغوي ته دطاهر يلداش دځوې په اړه په ځينو کليو کې دموجودګۍ راپورونه ترلاسه شويدي

څيړونکي وايي طاهر يلداش دازبکستان داسلامي تحريک( ايي ايم يو) باني او مشر و،ايي ايم يو د١٩٩٠ء په نيمايي کې ازبکستان کې جوړ کړى شوى او پکې دګڼو مرکزي اسيايي هيوادونو څخه جنګيالي شامل دي،هغوي په تاجکستان او دطالبانو تر واک لاندې افغانستان کې دخپلو اډو څخه فعاليت کړى.

ايي ايم يو په يو وخت کې دطالبانو پلوي ډله پاتې شوې، وروستو دالقاعده او ددغه ډلې دمشر اسامه بن لادن سره ملګرې شوه.

په کال ٢٠٠١ء کې دطالبانو دحکومت څخه دلرې کولو وروستو طاهر يلداش او دهغه ملګري دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبايلي سيمه کې ميشته شول، خو وروستو دمقامي قبايلو او ديلداش ترمينځ شخړو سرراپورته کړو، په هغه تور ولګولى شو چې خپلې انتهاخوښې لارې چارې دښځو په ګډون په مقامي خلکو پرځايې کوي او هغوي دعسکري تربيې لپاره بهرتي کوي.

دطاهر يلداش کسانو دمقامي تندروه ډلو سره نښتې کړي او دزياترو قبايلي مشرانو په وژنو تورن کړل شوي و دکوم څخه وروستو چې هغوي په کال ٢٠٠٧م کې بالاخر دافغانستان زابل ولايت ته لاړل، داطلاعاتو ترمخه طاهر يلداش په کال ٢٠٠٩م کې يو امريکايي ډرون بريد کې وژل شوى و.

دکشر يلداش په اړه ډيره کمه معلومه ده خو دراپورونو ترمخه دخپل پلار دوژل کيدو څخه وروستو هغه دپاکستان دجنوبي بندر په ښار کراچۍ کې اوسيدلى.

په کابل کې يو تجزيه کار واحد مژده امريکا غږ ته ويلي " هغه به په کراچۍ کې اوسيدو او کيدى شي اوس هم دغلته وي"

سيمه ييزو امنيتي چارواکو دامريکا غږ دافغانستان څانګې ته ويلي يلداش دوه ځله دسرپل په صياد ولسوالۍ کې داعش لپاره په بهرتيانو ليدل شوى،چارواکي وايي زياتره تندلاري چې له دې وړاندې دطالبانو ملګري وو اوس په سيمه کې دداعش لپاره بهرتي کيږي.

تجزيه کار مژده وويل دافغانستان په شمالي سيمو کې ازبک جنګيالي اوس په داعش کې شامليدو لپاره له طالبانو تېښته کوي، دهغه په قول طالبان ددغه دعوې ترديد کوي.

مژده ويلي ايي ايم يو په دريوو وړو ډلو کې ويشل شوې او زياته کړې يې ده په دغو ډلو کې يوې دداعش سره دوفادارۍ ژمنه کړې.

ايي ايم يو دطالبانو سره نزدې اړيکه لرله او دافغان حکومت په ضد جنګيدلي،خو تجزيه کار وايي اختلافونو هاغه وخت سرراپورته کړو چې طالبانو دالقاعده په ګډون نړيوالو ترهه ګريزو ډلو څخه دبيليدو او دترهه ګريزو هلو ځلو مرکزي اسيا ته دغزولو دپلان دپريښودو اعلان وکړو.

دمژده ترمخه دطاهر يلداش ځايې ناستى او دهغه زوم ، عثمان غازي طالبان غيرمذهبه ګرځوي او دداعش دمشر ابوبکر البغدادي سره يې دوفادارۍ ژمنه کړې.

دلارو جدا کيدو څخه وروستو دواړو ډلو په کال ٢٠١٥م کې زابل کې سخته نښته کړې وه چې پکې ١١٠ کسان وژل شوي او په لسګونو ژوبل شوي وؤ، داعش ته دخپلې وفادارۍ ښودلو لپاره دايي ايم يو جنګيالو خواوشا لس شيعه افغانان تښتولي او وژلي وؤ،غازي تيرکال طالبانو نيولى او تيزندي کړى و.

دمژده وينا ده چې اوس اوس په زابل کې خپلې کورنۍ ته دورتللو څخه وروستو په يوه چاودنه کې يلداش ژوبل شوى و.

دشمالي ولايتونو په برخو کې دايي ايم يو موجودګي معلومه ده، چرته چې مقامي خلکو ازبک جنګيالي او دهغوي کورنۍ ليدلي دي.

دنوم نه څرګدندولو په شرط دامريکا غږ ازبک څانګې ته په نزدې جوزجان ولايت کې يو مقامي اوسيدونکي ويلي خواوشا دوه کاله دمخه دازبکستان داسلامي تحريک سره تعلق لرونکې دلسو څخه پينځلسو پورې کورنۍ راغلي او په درزاب کې ميشته شوي.

هغه ويلي باور لري چې ايي ايم يو جنګيالو ته تربيه ورکوي، دهغه ويناوه په سرپل، فارياب او بادغيس کې هاغه مقامي ازبکان پيژني چې داعش کې ورګډ شويدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG