لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمي خلیلزاد امریکا نه دپاکستان په ضد دسختو ګامونو غوښتنه کړې


خلیلزاد وویل هغه څه چې مو تر اوسه وکړل، ګټور تمام نشول. هغه څه چې کار نه ورکوي دوام یې معقول نه دی
خلیلزاد وویل هغه څه چې مو تر اوسه وکړل، ګټور تمام نشول. هغه څه چې کار نه ورکوي دوام یې معقول نه دی

په کابل او ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحده ابالاتو پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وایي که د کابل په وروستي برید کې د پاکستان مداخله ثابته شي امریکا باید د ترهګرو هیوادونو په لست کې د پاکستان درج کولو باندې غور وکړي.

ښاغلي خلیلزاد د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل که د کابل په مرګوني برید کې چې ۹۰ تنه په کې ووژل شول او څه دپاسه ۴۳۰ نور په کې ټیان شول د حقاني شبکې او د پاکستان د استخباراتو د لاس لرلو په اړوند د افغانستان د حکومت ادعاوی ثابتې شي، لازمه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره جدي بحثونه پیل کاندي چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو په جمله کې حساب شي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې پر پاکستان باندې په تیرو ۱۶ کلونو کې د امریکا له لورې دیپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي فشارونو مطلوبه نتیجه ور نه کړه، نو دې ته اړتیا ده چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د پاکستان په وړاندې جدي او پراخ اقدامات وکړي.

ښاغلي خلیلزاد وویل "هغه څه چې مو تر اوسه وکړل، ګټور تمام نشول. هغه څه چې کار نه ورکوي دوام یې معقول نه دی. په هوښیارۍ ولاړ سیاست نه دی، بدلون ته اړتیا ده".

ښاغلي خلیلزاد همداشان خبرداری ورکړ چې که د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه ددې "وحشیانه حملې" سره د نورو بریونو په څیر چلند وکړي، دا به نه یواځې یوه اشتباه وي بلکه د پاکستان د اعمالو په وړاندې د هغه هیواد نه د حساب غوښتولو فرصت به هم له لاسه لاړ شي.

د افغانستان او پاکستان متقابلې ادعاوی

د کابل د چارشنبې د وژونکې حملې وروسته د افغانستان د ملي امنیت ریاست ادعا وکړه چې د حقاني شبکې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی اس آی په مرسته دغه برید په پاکستان کې طرحه کړی و.

د ملي امنیت ریاست تر اوسه د خپلې دغې ادعا په هکله اسناد او شواهد نه دي وړاندی کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ددې ترڅنګ چې د کابل دغه تور یې بې بنسټه ګڼلی ویلي دي چې کابل هڅه کوي په خپلو ناکامیو پرده واچوي.

خو ښاغلی خلیلزاد وایي د هغه شناخت له مخې چې د حقاني شبکې په اړه یې لري د داسې یوې سترې حملې کول د "پاکستان له خبرتیا او اجازې" پرته احتمال نه لري.

پر پاکستان باندې د فشار راوړلو په مقصد دغه افغاني الاصله امریکایي دیپلومات دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې افغانستان په پراخه توګه د پاکستان نه په وارداتي مالونو باندې تکیه لري او په عین وخت کې څه دپاسه یو میلیون افغان مهاجر لاهم په پاکستان کې اوسیږي.

د پاکستان په وړاندې د سختو اقداماتو طرح کول چې د ترهګرو په لست کې د هغه د شاملولو او یا هم د هغه هیواد په خاوره کې د ترهګرو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د کولو په وړاندې به د پاکستان غبرګون څه وي او څومره لګښت به ایجاب کړي، ښاغلی خلیلزاد وایي چې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو ترهګریز بریدونه د تحمل وړ نه دي،

خو هغه ټینګار کوي چې د ترهګرو د ملاتړو هیوادونو په لست کې د پاکستان د نوم د شاملو او په پاکستان کې د میشتو سخت دریځو په وړاندې له پوځي قوی نه استفاده کولو په څیر اقداماتو زیانونه به له هغه څه نه کم وي چې تر اوسه په افغانستان باندې تحمیل کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د سخت دریځو نه د پاکستان د ملاتړ مطرح کول

د ترهګرو هیوادونو په لست کې د پاکستان د نوم د شاملولو او د پاکستان په خاوره کې د سخت دریځو پر مرچلو باندې د پراخو پوځي عملیاتو په اړه د جدي بحثونو تر څنګ ښاغلی خلیلزاد په دې ټینګار کوي چې د افغانستان جمهور رئیس پخپله د سخت دریځو نه د پاکستان د ملاتړ موضوع د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې مطرح کړي او ددې سازمان د غړو هیوادونو مشران د پاکستان د فعالیت په هکله

خبر کړي.

ښاغلي خلیلزاد په مشخصه توګه وویل چې متحده ایالاتو د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور، د پاکستان په خاوره کې په بې پیلوټه الوتکې په نښه کړ، نور سخت دریځه دې هم د پاکستان په خاوره کې په نښه کړي.

دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان د صذراعظم د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي دي چې د هغه هیواد حکومت د ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د "ضرب عضب" په نامه عملیات پیل کړي او د هغې پسې یې په ۲۰۱۵ کې د ملي عمل پلان پیل کړی دی تر څو هغه کسان چې د شمالي وزیرستان نه د پاکستان عمده ښارونو ته ورغلي تصفیه کړي

( د امریکا غږ اشنا له ویب پاڼې څخه)

Recommended

XS
SM
MD
LG