لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د طالبانو په دوه بريدونو کې د ۷۰ نه زیات تنه وژل شوي


ګردېز کې د پوليس په روزنيز مرکز د بريد په مهال لوګي پورته کيږي.
ګردېز کې د پوليس په روزنيز مرکز د بريد په مهال لوګي پورته کيږي.

افغانستان کې په يو شوا روځ کې د طالب وسله والو د پکتیا او غزني په بريدونو کې د ۷۰ نه زياته تنه وژل شوي او د ۲۰۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ پکتيا او غزني کې وسله والو په ځانمرګو ډله ييزو بريدونو کې پوليس او عام خلک په هدف کړي دي، افغان صدر اشرف غني دغه بريدونه په کلکه غندلي دي.

د پکتيا په ګردېز ښار کې نن سهار وسله والو طالبانو د پوليس په روزنيز مرکز ډله ييز برید کړی او بيا تر څو ساعتو دغلته جګړه روانه وه.

راپورونه وايي په دغه بريد کې او جګړه کې لږ ترلږه ۵۲ تنه وژل شوي او د ۲۳۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي، په وژول شوؤ کې د پکتيا د صوبې د پوليس مشر جنرال توريالی عبدياني هم شامل دی.

د افغانستان د کورنو چارو وزارت ګردېز کې د پوليس په روزنيز مرکز بريد کې د ۲۱ پوليسو او ۲۰ عامو ملکي وګړو د وژنو او د ۱۵۰ نه زياتو د ژوبلېدو پخلی يې کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په برید کې پنځو وسله‌ والو برخه لرله، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره له درې ساعته نښتې وروسته ووژل شو.

طالبانو د دغه بريد زمه واري منلې ده.

له دې وړاندې تېره شپه ناوخته د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د طالبانو په ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۲۰ تنه وژل شوي چې ۱۵ يې پوليس او پينځه ملکي وګړي دي، ځینې راپورونه په دغه بريد کې د ۱۵ پوليسو او ۱۳ ملکي وګړو راپور ورکوي.

د افغانستان صدر اشرف غني دغه ترهګر بریدونو غندلي او د هېواد د امنيتي ځواکونو قربانۍ یې ستايلي دي.

نوموړي ويلي، "په داسې حال کې چې حکومت د سولې ارزښتونو ته د رسېدو لپاره راتلونکي ته ګوري، ترهګرد جګړې پر دوام ټینګار کوي. مونږ د دغو جنایتکارو پر وړاندې ولاړ یوو اوله خپلې هرې لوېشت خاورې څخه دفاع کوو او د دې اجازه به ورنکړو چې زمونږ خاوره د ترهګرو او د دوي ملاتړو لپاره د پټېدو ځاې جوړ شي".

افغانستان کې د طالبانو تازه خونړي بريدونه په داسې حال کې شوي چې د دوشنبې په ورځ د عمان پايه تحت مسقط کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ نېغ په نېغه د سولې د خبرو په اړوند څلور اړخيزه غونډه شوې ده.

په دغه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين استازو ګډون کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG