لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د تېر کال په دوه هومره زيات کوکنار کرل شوي


څيړونکي وايي په ملک کې غبن يا فساد او د حکومت کمه عملداري د نشه يي توکو سېوا کېدو سبب ګرځي.
څيړونکي وايي په ملک کې غبن يا فساد او د حکومت کمه عملداري د نشه يي توکو سېوا کېدو سبب ګرځي.

افغانستان کې چې د نړۍ تر ټولو زيات کوکنار يا اپيم پېدا کيږي، سږ کال په دغه هېواد کې د تېر کال په پرتله کوکنار يو په دوه کرل شوي دي.

چارواکي د اپيمو په دومره ډېر کچه کرل د منظمه جرمونو او ترهګرۍ دپاره بد فال ګڼي.

د نشه يي توکو په ضد د مبارزي وزير سلامت عظيمي ډيوه رېډيو ته ويلي، په ملک کې بدامني د حکومت د کوکنارو ضد پروګرامونه د عملي کېدو نه لرې ساتي، او د دغه ډېر ګټه کوونکي فصل ځمکه ۶۴ فيصده ته رسېدلې او درې لاکه ۴۰ زره اېکړه باندې يې کر شوی دی.

څيړونکی خدایداد وايي په ملک کې غبن يا فساد او د حکومت کمه عملداري د نشه يي توکو سېوا کېدو سبب ګرځي.

افغان حکومت د وسله والو مخالفينو سره جګړو کې خپل پام د ابادۍ والا علاقو خوندي کولو پله ساتلی او طالبانو او نورو تندلارو ډلو د بدامنۍ لړۍ ته دوام ورکړی او زیاته ځمکه يې نيولې چې زيات کوکنار پرې وکري.

تېر کال په دوه لاکه لس زره اېکړه ځمکه کوکنار کرل شوي او څلور زره اووه سوه ټنه اپيم ترې جوړ کړی شوي او سرچينو ډيوه ته ویلي سږ کال به لس زره ټنه اپیم پېدا کړی شي، د اپيمو نه وروستو هېروئن جوړيږي.

د ملګرو ملتونو ترمخه تېر کال افغانستان کې په ځايي توليداتو کې ۱۶ فيصده کوکنار ؤ، کوم چې د ټولې کرکيلې درېمه برخه جوړيږي. کوکنار په جنګ زپلي ملک کې بدامنۍ، تشدد او تندروۍ ته وده ورکوي او د شخصي او عامو پانګونو حوصله ماتوي.

د امریکې په کال ۲۰۰۱ کې د طالبانو د حکومت ختمولو وروستو په دغه هېواد کې د کوکنار کر سېوا شوی دی، امريکا د کوکنارو ختمولو او زميدارو نورو فصلونو ته هڅولو په لړ کې په اربونو ډالره خرڅ کړي دي.

د امريکا د نشه توکو ضد چارواکي وايي طالبان د نشه يي توکو قاچاق کوونکو ته تحفظ ورکوي او په بدل کې يې وسله او نورې مرستې ترلاسه کوي.

د هيروئن يو کيلوګرام چې کارېدونکي ته رسي اندازاً قيمت يا بیعه يې يو نيم ملين يا پينځلس لاکه ډالره وي. امريکا هڅه کوي چې خپل خلک د نشه يې توکو او ناقانونه هېروئنو نه وژغوري.

افغانستان کې د غبن د څارنۍ او بيا رغونې نړېوالې څارنې ادارې سيګار مشر جان سوپکو ويلي، افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې ګټې ته غټ ګواښ د غبن دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG