په قبايلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د خاورې د غر راخوېدو پېښه کې د پينځه جينکو په ګډون اووه تنه مړه شوي او دوه جينکۍ ژوبل شوي دي.
باجوړ کې د خاورې د غر راخوېدو پېښه نن د جمعې په ورځ د اتمانخېل تحصيل په ګردۍ ګنداؤ علاقه کې رامنځته شوې ده.
پوليټکل انتظاميې پېښه کې د پينځه جينکو، يوې ښځې، يو هلک د مړه کېدو او دوه جينکو د ژوبلېدو پخلی کړی دی.
د پوليټيکل انتظاميې چارواکو ويلي امدادي کارونه سرته رسول شوي او د خاورې لاندې ګېرې ټولې جينکۍ راويستل شوي دي.
د ځايي خلکو په وېنا يوه ښځه او څو جينکۍ د خاورې غر ته تلې او هلته يې خاوره کنستله يا کيندله او د پاسه پرې غر راخوېدلی دی.
د چارواکو په وېنا د پېښې سمدست وروستو انتظاميه او ځايي خلک موقعې ته رسېدلي او امدادي کارونه يې پېل کړي او د خاورې لاندې ګېرې مړې شوې او ژوبل جينکۍ يې راويستي دي.
د پاکستان په غرييزه لرې پرتو کليوالو سیمو کې د خټو او ګټو نه جوړو کورونو کې کال په کال خلک نوې خټې کوي او مټه خاوره ورله راوړي.
په غرونو او خټانو کې د خاورو کنستو په وخت دغه رنګ پېښې رامنځته کيږي زياتره ښځې د خاورو لاندې ګېرې شي او د مشينريانو د نشتوالي له امله خلک په لاسونو خاورې لرې کوي، ځکه د خاورې لاندې ګېرو کسانو کې بيا ډېر زانی زيان رامنځته شي.