د سولې نوبېل جاېزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وروستو د سوات يوه بله کم عمره ماشومه حرا اکبر د ماشومانو د نړيوالې سولې جاېزې (چلډرن پيس پرايز) دپاره نومول شوې ده.
۱۴ کلنه حرا د اووم ټولګي زده کوونکې او پاکستان کې د ماشومانو د حقونو کمېټۍ د ماشومانو پارلمان کې سپيکره ده، او وايي هلته د ماشومانو د حقونو دپاره غږ پورته کوي.
حرا ډيوه رېډيو سره مرکه کې ویلي هغه غواړي او د دې دپاره هڅه کوي چې په ټولنه کې ماشومانو ته پوره حقونه ورکړی شي.
د سوات کم عمره حرا د شپږو نورو ماشومانو په هغه ډله کې ده چې په ۲۰۰ ماشومانو کې دوي نومول شوي دي او په دوي کې به یو تن ته بيا دا جايزه ورکولی شي.
د ماشومانو د حقونو دپاره کار کوونکي نړیوال تنظيم لخواد کال ۲۰۰۵م راهسې هر کال دغه جاېزه ورکول کيږي.
د دغه جاېزې هدف ماشومان راهڅول دي چې د ماشومانو د حقونو په لړ کې خپل کردار ولوبوي.
د حرا اکبر سره د ډيوه خبريال فياض ظفر ويډيو مرکه