د افغانستان کرکټ لوبډلې د کرکټ د نړيوال کونسل (ايي سي سي) د انټرکانټينېنټل کپ ۲۰۱۷، ۱۸م په فاينل کې د متحده عرب اماراتو لوبډلې ته ماتې وکړه او اتل شو.
د څلورو ورځو د لوبو د انټرکانټينېنټل کپ فاينل کې د افغانستان لوبډلې د متحده عرب اماراتو لوبډلې ته په ۱۰ وکټو ماتې ورکړه.
د کرکټ نړیوال کونسل د افغانستان کرکټ لوبډلې ته په بريا اومبارکي ورکړې.
راشدخان په اته لوبغاړو سوځولو د مېچ غوره لوبغاړی وګرځول شو.
د متحده عرب اماراتو د شېخ زېد په لوبغالي کې ترسره شوې لوبه کې افغانستان په وړومبي اننګز کې ۵۱۰ او دوېم کې ۲۱ رنزونه جوړ کړه.
د متحده عرب اماراتو لوبډلې په يو اننګز کې ۱۹۷ او دوېم کې ۳۳۱ رنزونه جوړ کړه او لوبه يې وبايلله.
د انټر کانټيننټل په سيالو کې د وروستي لوبې نه وړاندې د ائيرلېنډ لوبډله د ۱۰۹ پواينټونو سره په وړومبي نمبر وه، خو د افغانستان لوبډلې په اوومه او وروستۍ لوبه کې متحده عرب اماراتو ته په ماتې ورکولو سره تر ټولو زيات ۱۲۱ پواينټونه ترلاسه کړه.
د انټر کانټيننټل په سيالو کې د افغانستان، ائيرلېنډ، نېدرلېنډ، هانګ کانګ، متحده عرب اماراتو، سکاټ لېنډ، پاپوا نيوګني او نېميبيا لوبډلو برخه واخسته.
له دې وړاندې تېره مياشت په نومبر کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې پاکستان ته د اسيا کپ فاينل کې ماتې ورکړې وه.