لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ستانکزي او راشدخان لوبې افغانستان اتل کړو

اصغرستانکزی د افغان لوبډلې مشري کوي او راشدخان ستوری بالر دی.
اصغرستانکزی د افغان لوبډلې مشري کوي او راشدخان ستوری بالر دی.

د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپتان اصغرستانکزي او اسپېنر بالر راشدخان د کرکټ نړيوال کونسل (ايي سي سي) د انټر کانټينېنټل په وروستۍ سيالي کې داسې رول ولوبوؤ چې دغه هېواد يې اتل کړو.

د انټر کانټينېنټل کپ کوربه متحده عرب اماراتو (يو ای اي) ته افغان لوبډلې په وروستۍ سيالۍ کې په ۱۰ وکټو ماتې ورکړې او هېواد يې د اته ؤ هېوادونو ترمنځ سيالو اتل کړی دی.

اصغرستانکزی د افغان لوبډلې مشري کوي او راشدخان ستوری بالر دی.

په شېخ زېد لوبغالي کې د فاينل سيالۍ ټاس کوربه لوبډلې ګټلی او د افغانستان لوبډلې ته یې بيټنګ ورکړی ؤ.

افغان لوبډلې په خپل وړومبي اننګز کې د کپتان اصغر ستانکزي، رحمت شاه او احسان الله په سليزو سره په نهه لوبغاړو په ۵۱۰ رنزونو اننګز ختم کړو.

د اصغر په انټرکانټېنېنټل سيالو کې دا څلورمه سليزه وه چې جوړه يې کړه.

ځواب کې افغان بالرانو د يو ای اي پوره لوبډله په ۱۹۷ رنزونو اؤټ کړه، راشدخان او ظاهرخان د کوربه لوبډلې درې درې لوبغاړي اؤټ کړه.

د يوای اي لوبډلې دوېم اننګز هم وکړو خو راشدخان دغلته هم غوره بالنګ وکړو پينځه کوربه لوبغاړي يې وسوځول او دغه شان د يوای اي پوره لوبډله په دوېم اننګز کې په ۳۳۱ رنزونو اؤټ شوه.

افغان لوبډلې ته يې د ۱۹ رنزونو هدف ورکړو، کوم چې د لوبډلې اوپنرانو په اسانۍ ترسره کړو او افغانستان د انټرکانټينېنټل اتل شو.

۱۹ کلن راشدخان په غوره بالنګ د فاينل غوره لوبغاړی ګرځول شوی ؤ.

د کرکټ پوهان وايي د افغان لوبډلې دپاره دغه بريا ډېره مهمه ګڼي چې دا به افغان لوبډله مخ په وړاندې تلوکې مهم رول ورلوبوي.

د انټر کانټينېنټل په سيالو کې د افغانستان، ائيرلېنډ، نېدرلېنډ، هانګ کانګ، متحده عرب اماراتو، سکاټ لېنډ، پاپوا نيوګني او نېميبيا لوبډلو برخه اخستې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG