لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان به د سولې خبرو دپاره کابل کې په دفتر پرانستو کې خنډ ونه لري، عبدالله


عبدالله عبدالله ويلي، په کابل کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو په اړه نظري بحثونه شوي، خو عملي خبرې پرې نه دي شوي.

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله ويلي د ملي يو والي حکومت يې طالبانو سره د سولې د خبرو په لړ کې له وړاندې څه شرط نه لري او که طالبان وغواړي په کابل کې ورته په دفتر پرانستلو کې خنډ نشته.

عبدالله عبدالله پرون د يکشنبې په ورځ کابل کې "په ځايي حکومت کې د مېرمنو ډ ونډې" په اړوند راجوړې غونډې ته په وېنا کې ويلي، په کابل کې د طالبانو د دفتر پرانیستلو په اړه نظري بحثونه شوي، خو عملي خبرې پرې نه دي شوي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې هم د افغانستان د سولې عالي شورا ويلي ؤ د سولې د خبرو دپاره شورا حاضره ده چې طالبانو ته په کابل کې دفتر ورکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئيس اکرم خپلواک د دسمبر په شپږمه کابل کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي ؤ، د افغانستان حکومت او د سولې عالي شورا هیڅ ډول شرط د سولې د خبرو د پیل لپاره نه لري او د هر درېم بنسټ په منځګړیتوب، چې طالبان یې غواړي، ورسره د سولې خبرې پیلوي.

بل لور ته د ملي يووالي حکومت ويلي داسې رپوټونه ورته رسېدلي چې په قطر کې د طالبانو له دفتر نه طالبان مالي او تبليغاتي ګټې ترلاسه کوي.

افغان حکومت ويلي دغه خبرونه څيړي او که دغه ادعاوې ثابتې شوې نو شونې ده چې د قطر د طالبانو دفتر وتړل شي.

عبدالله پرون ويلي، "تراوسه په دې اړه عملي بحث نه دی شوی، که یوه ورځ دې ته ورسېږو چې هغوی (طالبان) خبرو ته چمتو وي اوکه وغواړي چې د بل په هېواد په ځای په کابل کې د سولې د خونديتوب لپاره خبرې وکړو په دغه برخه کې به ورته خنډ نه وي".

له دې وړاندې د افغانستان صدر اشرف غني څو وارې په طالبانو غږ کړی چې د سولې د بهير سره يو ځای شي، په پردو لاسو کې ونه لوبيږي وسله وال عمليات پرېږدي او افغان دولت سره خبرو ته کښېني.

که څه هم طالبانو تازه بيانونو ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ورکړی خو له وړاندې نه دغه دريځ لري چې تر څو د افغانستان نه بهرني ځواکونه نه وي وتلي کابل سره د سولې خبرو ته نه کښېني.

XS
SM
MD
LG