لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په افغانستان کې د خپلو ناکامو تور په پاکستان لګوي، جنجوعه


ناصر جنجوعه نن د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ملي امنيت د سرخط لاندې راجوړې يوې غونډې ته په وېنا وويل د سويلي اسيا امنيت د خطرو سره مخ دی.
ناصر جنجوعه نن د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ملي امنيت د سرخط لاندې راجوړې يوې غونډې ته په وېنا وويل د سويلي اسيا امنيت د خطرو سره مخ دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنرال (ر) ناصرخان جنجوعه ويلي چې د افغانستان په اړوند د امريکا پاليسۍ ګټورې نه دي او د هغه په وېنا امريکا په افغانستان کې د خپلو ناکاميو تور په پاکستان لګوي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې پېنټاګون کانګرس په وروستیو کې وړاندې کړي يو رپورټ کې ويلي اوس هم په افغانستان او پاکستان کې د ۲۰ نه سېوا تندروه ډلې فعاليت لري، او په سيمه کې دغه ګواښ ته ځواب د افغانستان په ملاتړ امريکايي دريځ ته اړتيا لري.

په دغه رپورټ کې ويل شوي د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې اوس هم د القاعده، د القاعده برصغير (هند)، حقاني نېټ ورک، لشکر طيبه، تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او اسلامک مومنټ اف ازبکستان ځالې لري.

او " د پاکستان او افغانستان دواړو غاړو ته د دغو ډلو موجودګي دواړو هېوادونو او سيمې دپاره ګواښ دی".

پېنټاګون ويلي په وروستيو کې د پاکستان پوځ د طالبانو په څېر ډلو په ضد عمليات کړي خو حقاني شبکه " لا هم په پاکستان کې ازاد فعاليت لري".

ناصر جنجوعه نن د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې د ملي امنيت د سرخط لاندې راجوړې يوې غونډې ته په وېنا وويل د سويلي اسيا امنيت د خطرو سره مخ دی.

هغه وويل، "هند د چين د ځواب دپاره او افغانستان د روس د ماتې دپاره منتخب کړی شو، هند اوس سياسي، اقتصادي او پوځي لومړيتوب دی،هند په افغانستان کې لومړی اتحادي جوړ شوی او پوځ حل ته بيا لومړیتوب ورکړی شوی".

جنجوعه ويلي، پاکستان ته د ترهګرۍ په ضد جګړه کې غټ مالي او زياتي تاوان اوختی او زیاته کړې يې ده چې په افغانستان کې دې د شخړې د هواري دپاره د سولې هڅو ته لومړیتوب ورکړی شي د ګټې هڅه دې ونه کړی شي.

هغه دا هم ويلي "امريکا بايد په افغانستان کې خپل سياسي استازی په ځای کړي او دومره واک دې ورکړی چې څومره يې پوځ مشر ته ورکړی دی د دې دپاره چې سياسي حل لاره ولټوي.

امريکا او افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په ملاتړ په افغانستان کې ترهګري کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

پېنټاګون ويلي،" امریکې د پاکستان مشرتابه د ټولو ترهګرو او تندروه ډلو په ضد د عملياتو کولو د ارزښت څخه خبر کړې ده".

د پېنټاګون په رپورټ کې ويل شوي، دا چې افغان حکومت د اصلاحاتو عمل دومداره ساتلی امریکا به يې د نړيوالې ترهګرۍ په ضد جګړه کې سټراټيجيکي ملاتړ دوامداره ساتي.

او پېنټاګون په دې ټینګار کړی چې طالبان او ملاتړي يې د جنګ په مېدان کې کله هم ګټه نشي کولی دوي بايد د سولې دپاره د افغان حکومت سره خبرو ته کښېني.

دا وړومبی ځل دی چې د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند اعلان کړې تګلارې وروستو کانګرس ته رپورټ وړاندې کړی شوی دی.

صدر ټرمپ د اګست په ۲۱م اعلان کړې خپله تګلاره کې په پاکستان سختې نيوکې کړې وې چې په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي او امريکا به د پاکستان په دغسې کولو نوره غلې نه پاتې کيږي.

د روانې مياشتې په لمړيو کې د امریکې د دفاع وزیر جېم مېټس د اسلام اباد سفر کړی او په پاکستان يې غږ کړی ؤ چې په دغه هېواد کې د ترهګرو پرضد خپلې هڅې نورې تُندې کړي.

له دې وړاندې د صدر ټرمپ د بیان وروستو نوموړي ویلي ؤ پاکستان ته يوه بله موقع ورکوي.

خو پاکستان بيا بيا دغه ادعا تکراروي چې په خپله خاوره يې د ترهګرو په ضد بې توپيره عمليات ترسره کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG