دهند اؤ پاکستان ترمینځ دلانجمن کشمیر په ویشونکې پوله دهندي پوځ په ډزو کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي اؤ یو ژوبل شوی دی.
دپاکستان پوځ پخپل یو بیان کې ویلي هندي پوځ دغه ډزې په چکري اؤ راولاکوټ سیمو کې کړي .
پوځ په ډزو کې د دریوؤ پاکستاني عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی .
تیره اوونۍ هم دلائن اف کنټرول نه په اوښتو دهندي پوځیانو په ډزو دیو پاکستاني پوځي افسر په ګډون څلور پاکستاني عسکر وژل شوي وؤ.
په لائن اف کنټرول دډزو دا تازه پیښه وروسته له هغې رامخې ته شوي چې یوه ورځ وړاندې پاکستان کې دمخبرۍ په تور دبندي هندي وګړي کلبهوشن یادیو میرمنې اؤ مور دپاکستان دحکومت په اجازه دیادیو سره لیدلي.
په کال ۲۰۰۳م کې دواړو ګاونډیو غلیمو هیوادونو په لائن اف کنټرول داوربند تړون کړی ؤ.
خو ددغه تړون باوجود هم زیاتره وخت په دغه ویشونکې پوله ددواړو هیوادونو دپوځیانو ترمینځ د ډزو خبرونه مخې ته راځي.
تراوسه په لائن اف کنټرول دډزو له امله ددواړو هیوادونو دګڼ شمیر پوځیانو ترڅنګ په لسګونو عامو وګړو هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.
پاکستان او هند تل په یو بل د اوربند د تړون د ماتولو تورونه لګوي