لاس رسیدونکی لینک

 
دتهائي لینډ "ډبل شاه" ته د۱۳زره کالو دبند سزا خو د پښتونخوا ډبل شاه ته...؟
تازه خبر

دتهائي لینډ "ډبل شاه" ته د۱۳زره کالو دبند سزا خو د پښتونخوا ډبل شاه ته...؟


۳۴ کلن پوډټ اډلوک ته د تهائي لینډ د بنکاک یوې محکمې خلکو سره دټګۍ په جرم کې د۱۳زره اؤ ۲۷۵ؤ کالو دبند سزا اورولې ده.
۳۴ کلن پوډټ اډلوک ته د تهائي لینډ د بنکاک یوې محکمې خلکو سره دټګۍ په جرم کې د۱۳زره اؤ ۲۷۵ؤ کالو دبند سزا اورولې ده.

د ډبل شاه نوم خو به تاسو اکثرو اوریدلی وي اؤ که نه مو وي نو قیصه یې داسې ده چې دپښتونخوا اؤ فاټا بیلابیلو سیمو کې یې خلکو نه اربونه روپۍ روزګار کې دبرخې په نوم اخستې وې اؤ بیا تښتیدلی ؤ.

وروستو دپښتونخوا پولیسو دعوه وکړه چې ډبل شاه یې نیولی دی ، خو ډبل شاه دیو تن نه بلکې دیوې پوره ډلې نوم ؤ اؤ معلومه نه ده چې ددغه ډلې نیول شوي تن (ډبل شاه) ته دپاکستان قانون څه سزا ورکړه ؟

خو دتهائي لینډ د‌ډبل شاه د سزا نه که خبر شئ نو غوږونو له به ګوتې یوسئ!

که تاسو وایي چې تهائي لینډ ته ډبل شاه څنګه ورسیدو نو حیرانیږئ مه دتهائي لینډ خپل ډبل شاه دی چې نوم یې دی پوډټ اډلوک.

۳۴ کلن پوډټ اډلوک ته د تهائي لینډ د بنکاک یوې محکمې خلکو سره دټګۍ په جرم کې د۱۳زره اؤ ۲۷۵ؤ کالو دبند سزا اورولې ده.

دیوې نړیوالې خبري شبکې د رپورټ له مخې پوډټ چې کوم خلک قینچي کړي وؤ‌ دهغوئ وکیل محکمې ته ویلي چې هغه به دخلکو نه دزمکو دروزګار،دزړو ګاډو بهرنه د راغوښتو اؤ دنورو روزګارونو پسر خلکو نه پیسې راټولولې اؤ ورته به یې لالچ ورکولو چې ددغو روپو په بدل کې به یو په دوه ګټه ورکوي.

دتهائي لینډ ډبل شاه محکمې ته منلې ده چې هغه په پونزائي نومې پروژه کې خلکو ته د زیاتې ګټې ورکولو ژمنه کړې وه اؤ اؤ ۴۰ؤ زرو کسانو نه یې پیسې راټولې کړې وه چې ټول په ټوله ۱۶ کروړه ډالرو ته رسیدلې.

دمحکمې په وینا اډلوک دغیرقانوني پورونو اؤ ټګۍ په جرمونو کې ۲۶۵۳ځل ککړ ثابت شوی خو هغه خپل جرمونه منلي ځکه نو محکمې یې سزا اوس ۶ زره،۶۵۳کاله اؤ شپږو میاشتو ته راکوزه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG