لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد:په جنازه ځانمرګي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي


ه دې وروستيو په افغانستان کې دشوؤ زیاترو ځانمرګي بریدونو پړه ترهګرې ډلې داعش پغاړه اخستي دي.
ه دې وروستيو په افغانستان کې دشوؤ زیاترو ځانمرګي بریدونو پړه ترهګرې ډلې داعش پغاړه اخستي دي.

دپاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ننګرهار ولایت کې دجنازې په مراسمو ځانمرګي برید کې ۱۵ کسان وژل شوي اؤ ۱۳ نور ټپیان شوي دي .

دننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي دغه برید دیک شنبې په ورځ په ورځ دننګرهار دبهسودو اولسوالۍ په مقام خان نومې هدیره کې دهسکې مینې دیو پخواني اولسوال حاجي ګل ولي دجنازې په برخه والو شوی دی.

د والي ویاند په دغه برید کې د۱۵ کسانو وژنه د د۱۳ؤ ټپي کیدل تائید کړي خو د ننګرهار د عامي روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال وایي چې دوئ ته د ۱۲ؤ کسانو مړي اؤ ۱۴ ټپیان رسؤل شوي دي.

تر اوسه د دغه بريد پړه کومې تندروه ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستيو په افغانستان کې دشوؤ زیاترو ځانمرګي بریدونو پړه ترهګرې ډلې داعش پغاړه اخستي دي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې دځانمرګي بریدونو اؤ بمي چاودنو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې اؤ تر دې دمه دترهګرۍ په دغسې پیښو کې په سوؤنو کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

تیره اوونۍ هم په پلازمینه کابل کې په یو فرهنګي مرکز اؤ خبري شبکه شوي ځانمرګي برید کې تر ۴۰ ؤ زیات کسان وژل شوي اؤ په شلګونو نور ژوبل شوي وؤ چې ددغه برید پړه تندروه ډلې داعش پغاړه اخستې وه.

دافغانستان اولسمشر اشرف غني وایي دا مهال دافغانستان ځواکونه د۲۱ؤ ترهګرو ډلو په ضد جنګیږي اؤ دناټو سرمنشي تیره میاشت هوډ ښکاره کړی ؤ چې ناټو به دغه جګړه کې دافغان ځواکونو دجګړې توان نور هم پیاوړی کړي.

خو دافغان حکومت سره په جګړه بوختې ترهګرې ډلې طالبانو ویلي هغوئ به ترهغې خپلې جګړې ته دوام ورکړي ترڅو چې بهرني ځواکونه په بشپړ ډول دافغانستان څخه وتلي نه وي.

افغان چارواکي دطالبانو اؤ حقاني ډلې دترهګرو تر شا دخپل ګاونډي هیواد پاکستان لاس ګڼي اؤ وایي دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکه ترهګر کابل کې بریدونو ته لمسوي خو پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې دخرابې امنیتي وضعې مسول دافغانستان حکومت بولي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG