لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا سره به اړيکې دوامداره ساتو، جنجوعه


تهمينه جنجوعه
تهمينه جنجوعه

د پاکستان د بهرنو چارو سيکترې تهمينه جنجوعه ويلي د اسلام اباد دپاره چې څومره ممکنه وي واشنګټن سره به اړيکې دوامداره ساتي ځکه چې امريکا نه يواځې نړیوال قوت دی بلکې په سيمه کې په موجودګۍ "زمونږ ګاونډي هم دی".

جنجوعه ويلي "مونږ دې ته اړتيا لرو چې د امريکا لخوا راتلونکې هر دریځ ته ځواب ورکړو".

پرون د شنبې، خالي په ورځ د کراچۍ په انسټيټيوټ اف بزنس اېډمنسټرېشن (ايي بي ای) کې د (پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ مسلې) په سرخط جوړه شوې ناسته کې جنجوعه نه د امريکا او پاکستان ترمنځ د تازه اړيکو په سر پوښتنې شوي دي.

د امريکايي صدر ډونلډ ټرمپ د لمړۍ جنورۍ د ټویټ په ځواب کې هغې ويلي، چې دغه ټويټ ښه په سوچ شوی، یا يې خپل شخصي تاثر دی، يا کوم بل علت هم کېدی شي لکه په افغانستان کې امريکا ښه کار نه کوي.

صدر ټرمپ د جنورۍ په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې ويلي، پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې تل دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګرساتلي دي.

د ټرمپ د ټويټ وروستو په پاکستان د امريکايي چارواکو نيوکو زور اخستی او واشنګټن د اسلام اباد پوځي مرستې هم ځنډولې دي.

د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍپه اړه خبرو کې د امريکايي صدر د ټویټ په اړه جنجوعه وويل، " د لمړۍ جنورۍ د ټویټ څو علتونه دي. مونږ هغه څيړو. دا هم کېدی شي چې څه ډول احوال هغه ته په سهار کې ورکړی شوی دی او څه داسې شوي دي؟ ځکه چې مونږ له دې وړاندې د امريکايي لوړ پوړو چارواکو (جنرال مېټس) سره مثبتې ليدنې هېرول نه دي پکار،تر اوسه د نوي کال ډالې نړۍ ته دوه ټويټس دي، يو د پاکستان او بل د ايران په اړه، ولې د امريکې صدر سهار په څلور بجې د پاکستان او ايران په اړه سوچ کوي؟ په ايران کې خو څه روان دي، خو د پاکستان په اړه سوال دی".

هغې وويل د دغو حالاتو يو علت د چين د اقتصادي او پوځي قوت په توګه مخې ته راتلل د امريکا دپاره چېلنج هم کېدی شي.

مېرمن جنجوعه ويلي هند او امريکا په افغانستان کې ښې اړیکې لري، په افغانستان کې ډېره علاقه د حکومتي عملدارۍ نه بهر پرته ده او کله چې دوي خبره کوي چې "په پاکستان کې پټې ځالي دي نو مونږ خپلو امريکايي دوستانو ته وايو ترڅو چې د پاکستان خبره ده نو دلته حقاني شبکه په منظم ډول شتون نه لري، او که تاسو سره څه مالومات وي د استخباراتي لارې مونږ دغه ستونزه هوارولی شو".

هغې ويلي پاکستان په افغانستان کې د پاکستان پرضد ډلو باندې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف هم پرون يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې ويلي پاکستان حقاني شبکه ماته کړې او دا ډله اوس په هېواد کې په دومره منظم ډول شتون نه لري څنګه چې امريکا فکر کوي.

جنجوعه ويلي پاکستان د روس سره مطمئنه اړيکي لري، او د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ موجوده تمرکز د چين سره په سټرايټجيکي همکارۍ، افغانستان سره په سوله، د افغان کډوالو په بیرته ستنولو، افغانستان سره په امنيت او هند سره په اصولي خبرو ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG