لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمد شهزاد د بندېز وروستو بيرته لوبډلې ته راستنيږي


د افغانستان د کرکټ لوبډلې ستوری لوبغاړی او وکټ کيپر محمد شهزاد د يو کال بندېز وروستو بيرته لوبډلې ته راستنیږي او هغه به د زمبابوی په ضد يو ورځنو او ټي ټيونټي سياليو کې د لوبډلې برخه وي.

د زمبابوی په ضد سیالۍ د فرورۍ د پينځمنې نېټې څخه په متحده عرب اماراتو کې پېليږي.

په محمد شهزاد د منموعه درملو خوړلو په سر د يو کال دپاره په کرکټ کولو بندېز لګول شوی ؤ دغه نېټه په ۱۷م جنورۍ پای ته رسي.

محمد شهزاد د وزن کمولو دپاره درمل خوړلي چې د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا يې لوبغاړو ته خوراک منع دی، خو شورا ويلي ؤ شهزاد قصداً دا درمل نه ؤ خوړلي بلکې د خوراک نه وړاندې يې کتلي نه ؤ او خپله زمه واري يې نه وه ترسره کړې.

په ډوپ ټېسټ کې په هغه دغه درمل ثابت شوي وو، په هغه د يو کال دپاره د لوبې بندېز لګول شوی او افغانستان کې د کرکټ مينه والو پرې سخت خفګان څرګند کړی ؤ.

راپورونه وايي سميع الله شينواري هم بيرته د يو ورځنو سياليو دپاره د لوبډلې برخه جوړيږي، حامدحسن د ټي ټيونټي دپاره د لوبډلې غړی جوړيږي او دولت زدران هم د يو ورځنو لوبو د لوبډلې د سکوارډ برخه کیږي.

افغان لوبډله د کوچ فيل سايمنز سره په لمړي ځل د زمبابوی ضد لوبيږي.

د یو ورځنو لوبو لوبډله:

کپتان اصغرستانکزۍ، وکټ کيپر محمدشهزاد، جاوېداحمدي، احسان الله جنت، نجيب الله زدران، رحمت شاه، سميع الله شينواري، ناصرجمال، محمدنبي، ګلبدين نايب، راشدخان، مجيب زدران، شراف الدين اشرف، دولت زدران، شاپور زدران،

د ټي ټيونټې لوبډله:

کپتان اصغرستانکزۍ، وکټ کيپر محمدشهزاد، عثمان غني، کريم صادق، نجيب الله زدران، شفيق الله، سميع الله شينواري، افتاب عالم، محمدنبي، ګلبدين نايب، راشدخان، مجيب زدران، شراف الدين اشرف، حامدحسن، شاه پور زدران.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG