لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران او نور سیاستوال وایي نقیب د پولیسو په جعلي مقابله کې وژل شوی


د نقیب الله مسود یو عکس
د نقیب الله مسود یو عکس

د عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ځینو سیاسي مشرانو او غړو وروسته د تحریک انصاف ګوند مشر هم تور پورې کوي، چې نقیب الله مسود په کراچۍ کې د پولیسو په جعلي مقابله کې وژل شوی دی

تحریک انصاف ګوند په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقیب الله مسود د وژنې په ضد په سیند اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کړی او د پلټنو لپاره یې د عدالتي کمیشن غوښتنه کړې ده.

د دې ګوند مشر عمران خان وایي، د پولیسو په جعلي مقابله کې د نقیب الله وژنه د غندنې وړ ده. عمران خان پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه مسود ځوان د جنورۍ په ۷مه پولیسو په کراچۍ کې له خپل کوره وړی وو او ایس.ایس.پي راو انوار وژلی دی.

په سیند اسمبلۍ کې د نقیب مسود د وژنې په ضد قرارداد د تحریک انصاف ګوند پارلماني مشر خرم شېرزمان وړاندې کړی، چې پکې لیکل شوي:

"په ملیر کې د فاټا ځوان نقیب الله مسود د مخامخ جګړې ماهر (انکاونټر سپېشلسټ) د پولیسو په مقابله کې شهید کړی دی. هره ورځ د پولیسو په مقابلو کې ځینې بې ګناه کسان وژل کېږي. د نقیب الله مسود د وژنې عدالتي پلټنې دې وشي"

خرم شېرزمان په اسمبلۍ کې تر قرارداد وړاندې کولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې دعوه کړې، چې نقیب مسود د پولیسو په جعلي مقابله کې وژل شوی او د سپریم کورټ له مشر قاضي غواړي، چې د پلټنو لپاره یې ځانګړی اقدام سوموټو واخلي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم له دې پېښې خبر شوی او د سیند د کورنیو چارو وزیر سهېل انوار سیال ته یې د پلټنو امر کړی دی. ښاغلي سیال سمدستي د سیند د پولیسو مشر ته په دې اړه د یوې تحقیقاتي ډلې د جوړولو امر کړی دی.

د وروستیو مالوماتو له مخې د سیند د پولیسو مشر د دې پېښې د څېړنې لپاره یوه درې کسیزه ډله ټاکلې، چې د پولیسو اعلی افسران ایډیشنل آی جي ثناءالله عباسي، ډي آی جي سلطان خواجه او ډي آی جي ازادخان پکې شامل دي. ټاکل شوې ډلې سمدستي په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

نقیب الله مسود وزیرستانی ځوان دی، چې په کراچۍ کې یې دوکانداري کوله. کورنۍ یې وایي هغه څو ورځې وړاندې پولیسو- چې ساده جامې یې اغوستې وې- له کوره یووړ او دوې ورځې وړاندې و وژل شو.

د کراچۍ په ملیر سیمه کې د پولیسو مشر راو انوار- چې د نقیب الله مسود د وژنې تور پر لګېږي- وایي، دعوه کوي چې نقیب الله مسود د پاکستاني طالبانو د تحریک غړی وو او د ترهګرۍ په ډېرو پېښو کې یې لاس درلود

د نقیب الله مسود د وژنې په ضد د چارشنبې له ورځې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو د خلکو غوسه را پارېدلې او د هغه د اوږدو ښکلیو وېښتو او ښکلې ځوانۍ بېلابېل عکسونه خپروي او له حکومته غوښتنه کوي، چې د هغه د وژنې بې طرفه تحقیقات وکړي

بل لور ته د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په لویو او کوچنیو ښارونو کې زرګونه خلکو د نقیب الله مسود د وژنې په ضد احتجاجونه کړي او د کراچۍ د پولیسو په ضد یې شعارونه ورکړي دي. په پېښور، کوټه، ږوب، کراچۍ او ځینو نورو سیمو کې د سیاسي ګوندونو غړي او مدني فعالان سړکونو ته را وتلي وو او د نقیب الله مسود وژنه یې په کلکه وغندله. دوی د کراچۍ د ملیر ایس.ایس.پي راو انوار د نقیب الله مسود په وژنه کې تورن باله او د هغه د سزا کولو غوښتنه یې کوله.

د وي.او.اې ډیوه د خبریال د خبر له مخې د نقیب الله مسود مړی د پنجشنبې په ورځ ټانک ته رسول شوی او جنازه یې هم شوې ده، چې سلګونو خلکو پکې ګډون کړی دی. مړی یې هملته پخپله پلارنۍ خاوره کې خاورو ته سپارلی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG