لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکابل برید کې وژل شوی ډاکټر پویان څنګه شخصیت درلودو ؟


ډاکټر عبدالله وحید پویان
ډاکټر عبدالله وحید پویان

دکابل په انټرکانټینینټل برید کې وژل شوی افغان سفارتکار ډاکټر عبدالله وحید پویان درې میاشتې وړاندې دپيښور نه کراچۍ ته دافغانستان دقونصل جنرال په توګه بدل شوی ؤ خو کراچۍ ته دتګ نه وړاندې یې افغان چارواکو سره دځینو مهمو لیدنو په موخه دکابل سفر کړی ؤ.

هغه په کابل کې خپل رسمي کارونه راټول کړي وؤ اؤ دتیرو څه دپاسه دوؤ میاشتو راهسې یوازې په دې خاطر کابل کې ایسار ؤ چې دپاکستان سفارت د پاکستان ویزه نه ورکوله.

ډاکټر پویان پیښور کې دافغان قونصل جنرال ددندې ترسره کولو په مهال دپاکستان داستخباراتي شبکو دچلند نه زیات خوشحاله نه ؤ اؤ په کال ۲۰۱۶م کې یې پاکستاني پوځ سره د کړکیچ له امله د لنډ وخت دپاره افغان قونصلګري هم د احتجاج په توګه تړلې وه.

هغه به پخپلو تقریرونو کې دپښتنو په یووالي زیات زور راوړلو اؤ دپاکستان دپښتنو سیاستمدارانو په سیاستونو به یې هم غیر رسمي محفلونو کې سختې نیوکې کولې.

ډاکټر پویان په دې نظر ؤ چې دپاکستان پښتانه سیاستمداران دخپلو سیاسي دریځونو سره مخلص نه دي اؤ یوازې دخپلو سیاسي ګټو دپاره دپښتو اؤ پښتنو دنوم څخه استفاده کوي.

ښاغلی پویان زیات میلمه دوسته اؤ خوش مزاجه انسان ؤ اؤ دپښتنو لیکوالانو، شاعرانو، دمدني ټولنې دغړو سره به یې زیاتره وخت بنډارونه راجوړؤل.

دپنځوس کلن ډاکټر پویان تعلق دافغانستان ننګرهار ولایت سره ؤ اؤ په قام مومند ؤ ، میرمن اؤ ماشومان یې په امریکا کې میشته دي‌ اؤ‌ ډاکټر پوهان هم خپله د پي ایچ ډي ډګري دامریکا څخه ترلاسه کړې وه.

دافغانستان اولسمشر ډاکټر اشرف غني سره یې نزدې اړیکې لرلې اؤ پیښور څخه کراچۍ ته په بدلیدو که هرڅو خفه ؤ خو ویل یې “رئیس جمهور مې نه پریږدي ،راته وایي چې کراچۍ ته لاړ شه ،‌ګنې میرمن مې راته وایي امریکا ته خپلو ماشومانو له راځه”

دعلم، ادب اؤ موسیقۍ سره یې زیاته علاقه لرله اؤ کله چې به یې هم پیښور کې دافغانستان داستقلال جشن راجوړؤلو نو شاعران، لیکوالان اؤ هنرمندان به یې ورته رابلل.

هغه په پیښور کې دافغانستان لمړنی قونصل جنرال ؤ چې کراچۍ ته دبدلیدو نه وروسته یې دخدماتو داعتراف په ډول پیښور کې بیلابیلې دستورې شوې وې اؤ دمدني ټولنې غړو، ،خبریالانو اؤ افغان کډوالو ورته شملې پسر تړلې وې.

پاکستان څخه دافغان کډوالو خپل هیواد ته په درناوي سره دبیرته ستنولو په کار کې یې زیاتې هڅې کړې وې.

ډیوه راډیو سره یې خپله یوه مرکه کې ویلي وؤ "زه پوهیږم چې اوس دافغانانو دبیرته تګ مرحله رارسیدلې ده نو په پاکستان کې ځینې قوتونه د یو سازش په اساس دپښتنو پولیسو په لاس افغانان تنګوي ، ترڅو دوئ ځان سره بدې خاطرې یوسي اؤ دپولې دواړو غاړو ته دمیشته افغانانو تعلق خراب کړي"

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG