لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د م.م پلاوی پاکستان کې دی، خو پنجاب عدالت وایي حافظ سعید مه نیسئ


د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډله په اسلام اباد کې پر ترهګر اعلان شوو ډلو د بندیزونو حکومتي هڅې څاري
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډله په اسلام اباد کې پر ترهګر اعلان شوو ډلو د بندیزونو حکومتي هڅې څاري

واشنګټن:ــ د ملګرو ملتونو د څار ډله پاکستان ته تللې او غواړي هلته د هغو وسلوالو ډلو په ضد د پاکستان هڅې وڅاري، چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په نړیوال نوملړ کې شاملې کړې دي، خو د دې هېواد یوه اعلی عدالت حکومت ته امر کړی، چې د "نړیوال ترهګر پېژندل شوي" حافظ سعید په ضد ګام وانخلي.

د بندیزونو د څار ډله غواړي دا باوري کړي، چې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې تړل شوې دي او هغوی دې ته نه پرېښوول کېږي، چې د ترهګرۍ د فعالیتونو لپاره له خلکو د خیرښېګړې په نامه چندې ټولې کړي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو پلاوی په اسلام اباد کې د دې هېواد له پوځي او حکومتي چارواکو سره وویني او د هغو ډلو د فعالیت په اړه خپلې اندېښنې ورته وړاندې کړي، چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په نوملړ کې شامل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار پلاوي په اسلام اباد کې له ځینو حکومتي چارواکو سره لیدلي، خو وایي دا یو ځانګړی نه بلکې عادي سفر دی. د وزارت ویاند ډاکټر فیصل وایي له ورغلي پلاوي سره به ټول مالومات شریک کړي:

"د بندیزونو څارونکې ډلې ته د هغو وسلوالو په ضد د ګام اخیستلو په اړه مالومات ورکول کېږي، چې د ملګرو ملتونو د ۱۲۶۷ قرارداد له مخې د بندیزونو په نوملړ کې شامل شوي دي"

د جماعت الدعوه مشر حافظ سعید هم یو له هغو کسانو دی، چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په نړیوال لیسټ کې شامل کړی او پر فعالیت یې بندیز دی، خو هغه په پاکستان کې په ښکاره ګرځي او سیاسي غونډو ته ویناوې هم کوي، چې دې کار یې د ملګرو ملتونو او امریکې اندېښنه را پارولې ده.

امریکه له پاکستانه غواړي چې حافظ سعید دې د ۲۰۰۸م کال د ممبۍ بریدونو په تور ونیسي او د قانون منګولو ته دي یې وسپاري، خو د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي لس ورځې وړاندې د جيو په نامه شخصي ټیلیویژن ته وویل، چې پر حافظ سعید تر اوسه هیڅ تور نه دی ثابت شوی او نه هم هغه په کومه مقدمه کې مجرم پېژندل شوی دی، نو څنګه یې په ضد ګامونه پورته کړي.

حافظ سعید چې د ملګرو ملتونو د څار ډلې په راتګ اندېښمن دی او وېره لري چې امکان لري وبه نیول شي، د پنجاب صوبې اعلی عدالت ته درخواست ورکړی، چې د ده د نیولو مخه ونیسي. د پنجاب اعلی عدالت د چارشنبې په ورځ فرمان خپور کړ او له حکومته یې وغوښتل، چې د حافظ سعید په ضد غیرقانوني ګام وانخلي.

د حافظ سعید وکیل اې.کې ډوګر په عدالت کې د درخواست د اورېدنې په مهال ویلي، د ملګرو ملتونو پلاوی د جنورۍ په ۲۶مه پاکستان ته راځي او د پاکستان حکومت غواړي د حافظ سعید په ضد ګام پورته کړي او په دې کار سره امریکه او هند خوشاله کړي.

بل لور ته د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي، چې که د هغو ډلو د خیرښېګړو کارونه وځنډول شي، چې پخوا یې په ترهګرۍ کې لاس درلود، نو هغوی به بیا په ترهګرۍ لاس پورې کړي.

د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشر سنېټر فرحت الله بابر د احسن اقبال پر دې خبره نیوکه کړې او وایي د دې مقصد دا دی چې په پاکستان کې ترهګرو ډلو ته د سیاسي فعالیت اجازه ورکول کېږي. بابر د چارشنبې په ورځ د سېنټ غونډې ته په وینا کې له حکومته سپیناوی غوښتی، چې څه ډول ډلې په کومو شرایطو قومي دایرې ته راوستل غواړي.

د پاکستان اکثرو ورځپاڼو د جنورۍ په ۶مه د حکومت له خوا یو اعلان خپور کړی وو، چې پکې خلک په ترهګرۍ کې ښکېلو تنظیمونو ته له چندو ورکولو منع شوي وو. په دې اعلان کې د ۷۲ هغو ډلو نومونه ذکر شوي وو، چې پر فعالیت یې بندیز لګېدلی دی، چې مشهور یې لښکرِ جنګوي، جیش محمد، لښکرِ طیبه، تحریک طالبان پاکستان، پیپلز امن کمېټۍ، اہل سنت والجماعت، بلوچستان یوناييټډ آرمي، جیش اسلام، داعش، جماعت الدعوۃ او فلاح انسانیت فاونډېشن دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG