لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان پارلیمان حکومت نه دډرون بریدونو په اړوند دخپل دریځ سپیناوی غوښتی


هغه اندیښنه وښودله چې دامریکا له لوري دپاکستان قبائیلي سیمو کې  د ډرون نور بریدونه هم کیدلی شي.

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې په قبائیلي سیمه کرم ایجنسۍ کې تیره ورځ په شوي ډرون برید تاوده بحثونه شوي اؤ ددفاع وزارت ته امر شوی چې د ډرون بریدونو په اړوند دحکومتي دریځ څخه پارلیمان خبر کړي.

تیره ورځ په کرم ایجنسۍ کې په یو ډرون برید کې دترهګرې ډلې حقاني شبکې د دوؤ مهمو کمانډرانو د وژل کیدو دعوه شوې وه خو پاکستان ویلي وؤ چې دغه برید دافغان کډوالو په یو کیمپ شوی دی.

دامریکا ددفاع محکمې اؤ په اسلام اباد کې امریکایي سفارتخانې دپاکستان دا دعوې رد کړي چې ګنې دغه برید د کډوالو په کیمپ شوی دی .

دقامي اسمبلۍ په غونډه کې په امریکایي ډرون برید، په هوایي اډو د ویزو د ورکولو په تګلاره، اؤ نړیوالو نقشو کې دکشمیر اؤ ګلګت بلتستان د هند د برخې په توګه په ښودلو مخالفو اؤ حکومتي غړو کلکې نیوکې کړي دي.

داسمبلۍ دغونډې په مهال دپاکستان تحریک انصاف ګوند یو تن مشر شفقت محمود ویلي چې دپاکستان اؤ امریکا د ریاستونو ترمینځ موجوده وضعیت کې دپاکستان په خاوره ډرون برید دهیواد د سلامتۍ مخې ته یو نوی ګواښ دی.

هغه اندیښنه وښودله چې دامریکا له لوري دپاکستان قبائیلي سیمو کې د ډرون نور بریدونه هم کیدلی شي.

په دې وروستیو کې دامریکا اؤ دپاکستان ترمینځ اړیکې زیاتې خرابې شوي اؤ امریکایي چارواکو پاکستان ته ګواښونه کړي چې که پخپله خاوره کې یې دحقاني شبکې اؤ طالبانو دپټو ځالو په ضد ګامونه وانه خستل نو پاکستان پخپله خاوره واک دلاسه ورکولی شي.

دامریکایي چارواکو لخوا په مرموزه توګه پاکستان کې دپټو ترهګرو اؤ تندلارو په ضد د یو اړخیزه ګامونو اخستو اشارې هم ورکړل شوي دي.

دمخالف ګوند غړي شفقت محمود په حکومت ټنیګار وکړو چې د امریکا نه په دغه ډرون برید دمعافۍ غوښتنه وکړي اؤ ددې ترڅنګ دې ملګرو ملتونو کې هم دا معامله راپورته کړل شي.

خو تیره ورځ د پینټګان ترجمان کرنل مایکل اینډریوز د وي او ای د انگریزۍ څانگې خبریالې کارلا بیب ته ویلي وؤ‌ "د پاکستان حکومت د دعوې په جواب کې چې امریکايي پوځ دا هفته په پاکستان کې هوايي حملې ترسره کړې دي، زه دا تصدیق کوم د دفاع وزارت د افغانستان نه بهر هوايي حملې نه دي کړي."

دپارلیمان غونډ ه کې دپاکستان پیپلز ګوند غړې شازیه مري دقامي سلامتۍ په اړوند د پارلیماني غونډې رابللو اؤ د امریکا په بابله دپاکستان د تګلارې واضحه کولو غوښتنې وکړې.

په دغه موقعه پارلیمان ته دا هم ویل شوي چې د ګوګل په نقشه کې اؤ دپاکستان دننه دافغان کډوالو دمکتبونو په نصاب کې کشمیر اؤ ګلګت بلتستان د هند برخه ښودل شوې اؤ حکومت باید په دې اړوند خپل دریځ واضحه کړي.

دغونډې په مهال مرستیال سپیکر جاوید عباسي د دفاع وزارت ته امر کړی چې قبائیلي سیمه کې د شوي برید په اړوند دحکومتي دریځ نه باید پارلیمان خبر کړي.

پارلیمان د بهرنیو چارو وزارت ته هم دنده سپارلې ده چې د ګوګل اؤ نورو نړیوالو ادارو سره دا خبره سپینه کړي چې څنګه یې ګلګت بلستان اؤ کشمیر د هند برخه ګرځولې ده

هم دغه شان د کورنیو چارو وزارت ته هم لارښوونه شوې د ملګرو ملتونو د هائي کمشنر سره خبرې وکړي چې ولې دافغان کډوالو په کیمپونو کې د پاکستان مخالف سبقونه ښودل کیږي.

خو دتیرې دوشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو ادارې (یو ان اچ سي ار) پخپل یو بیان کې ډاګه کړې وه چې په پاکستان کې د کډوالو د ښونځیو په درسي کتابونو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

بیان کې ویل شوي وؤ چې د کډوالو په ښونځیو کې د افغانستان له تعلیمي نصاب (کریکولم) څخه کار اخیستل کیږي او دا ددې لپاره چې زده کونکي د بیرته ستنېدو پرمهال د خپل هېواد له تعلیمي سیستم ته اشنا وي.

پارلیمان د بهرنیو چارو وزارت ته هم دنده سپارلې ده چې د ګوګل اؤ نورو نړیوالو ادارو سره دا خبره سپینه کړي چې څنګه یې ګلګت بلستان اؤ کشمیر د هند برخه ګرځولې ده

XS
SM
MD
LG