لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند اؤ کندهار کې په امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه شوي


طالبانو ددغو بریدونو پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه کوي چې په لسګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو ددغو بریدونو پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه کوي چې په لسګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دافغانستان په هلمند اؤ کندهار ولایتونو کې په امنیي ځواکونو ځانمرګي بریدونه شوي چې پکې څلور تنه وژل شوي اؤ د۸ؤ عسکرو په ګډون ۱۸کسان ژوبل شوي دي.

طالبانو ددغو بریدونو پړه په غاړه اخستې اؤ دعوه کوي چې په لسګونو افغان سرتیرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دشنبې په ورځ افغان چارواکي ویلي د هلمند ولایت په نادعلي اولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو شوي ځانمرګي برید کې شپږ افغان سترتیري ژوبل شوي دي.

دهلمند د والي ویاند عمرځواک خبریالانو ته ویلي دغه برید دشنبې په ورځ د نادعلي اولسوالۍ په قاري امنیتي پوسته شوی دی.

هغه ویلي ځانمرګي غوښتل چې د امنیتي پوستې خوا ځان ورسوي اؤ دعسکرو ترمینځ ځان والوزوئ خو پوځیانو خپل هدف ته له رسیدو مخکې ویشتی اؤ چاودنه شوې ده.

د والي ویاند منلې چې په دغه ځانمرګي برید کې دوه دپولیسو اؤ څلور د پوځ عسکر ژوبل شوي دي

خو طالبانو چې ددغه برید پړه یې پغاړه اخستې دعوه یې کړې چې برید کې په لسګونو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له دې وړاندې پرون ماښام د کندهار دعینو مینې په څلور لارې کې په یو ځانمرګي برید کې د دوؤ پولیس عسکرو په ګډون څلور کسان وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي وؤ.

دکندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیاء دراني خبریالانو ته ویلي دکنندهار برید کې یو تن وژل شوی خو ازادې سرچینې په دغه برید کې د وژل شوؤ شمیره څلور ښایي .

په دې وروستیو کې دافغانستان دامنیت وضعه په چټکتیا سره د خرابیدو په لوري روانه شوې ده اؤ تیره اوونۍ دکابل په انټرکانټټنینټل هوټل یو ځانمرګي برید کې د ۱۴ؤ بهرنیانو په ګډون ۲۳ کسان وژل شوي وؤ.

افغان چارواکي دعوه کوي چې په افغانستان کیدونکي بریدونه په پاکستان کې پلان کیږي اؤ دپاکستان په خاوره کې هاغه ترهګر خپلې خوندي ځالې لري چې په افغانستان بریدونه کوي خو پاکستان دافغان حکومت دغه دعوه ردوي اؤ دا دافغان حکومت خپله کمزوري ګرځوي.

امریکا روانه میاشت کې په پاکستان خپلې ټولې پوځې مرستې تړلي اؤ ویلي یې دي تر هاغه وخته به پاکستان ته پوځي اؤ امنیتي مرستې نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې د موجودو ترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه وي اخستئ

Recommended

XS
SM
MD
LG