د انډين پريمير ليګ (ايي پي اېل) په نوم ياد هند کې د کرکټ سياليو(۲۰۱۸م) کې به د افغانستان دوه ستوري لوبغاړي راشدخان او محمدنبي هم لوبيږي.
اسپېنر ۱۹ کلن راشدخان او ال راؤنډر محمدنبي دواړه د سنرايزر حېدر اباد لوبډلې اخستي دي.
راشدخان په نهه کروړه هندي روپيو او محمدنبي په يو کروړ هندي روپيو اخستل شوی دی.
سنرايزر پرون د شنبې، خالي په ورځ په ټويټر د راشدخان د اخستو ويلي او د هغه په بيرته راتګ يې د خوشحالۍ څرګندونه کړې چې خپل سپېنر بالر بيرته په ډله کې لري.
راشدخان هم په ټويټر بيرته سنرایزر ته په راتلو د خوشحالۍ اظهار کړی او مننه يې کړې ده.
سنرايزر نن د یکشنبې، اتوار په ورځ د محمدنبي د اخستو ويلي او په ټويټر يې ليکلي،
دا زمونږ دپاره ډېره خوشحالي راوړي چې يو بل افغان زمونږ د لوبډلې برخه شو، هغه ته يې ښه راغلاست ويلي.
محمدنبي په ټويټر ويلي په رښتيا خوشحال يم چې د سنرايزر برخه جوړ شوم.
راشد خان او محمد نبي د کال ۲۰۱۷م د ايي پي اېل سياليو کې هم د سنرايزر حېدر اباد د لوبډلې برخه وو.
د ايي پي اېل ۲۰۱۸م سيالۍ په هند کې ۱۱م ځل دی چې کیږي، د روان کال سيالۍ د اپرېل د دوېمې نېټې نه تر مئي ۲۵ پورې ټاکل شوي دي.
په دغو سياليو کې اته لوبډلې برخه اخلي چې پکې د نړۍ د ګڼو هېوادونو لوبغاړي لوبيږي.
د کال ۲۰۱۷م د ايي پي اېل سيالۍ د ممبۍ انډينز په نوم لوبډلې ګټلې وې.