لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او پاکستان کې زلزلې څنګه او ولې راځي؟


خلک د سوات په شانګله سیمه کې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په زلزله کې تر خځلو لاندې شوي خپلوان را کاږي
خلک د سوات په شانګله سیمه کې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په زلزله کې تر خځلو لاندې شوي خپلوان را کاږي

د پاکستان او افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو وار بیا سخته زلزله راغلې چې له امله یې خلکو ته زیان هم اوښتی دی. د زلزلې مرکز د افغانستان پله د هندو کش په غرییزه سیمه کې ۱۷۸ کلومټره ژور ښودل شوی دی.

د ځمکې پوهان وایي پاکستان او افغانستان داسې هېوادونه دي چې ډېرې سيمې يې د زلزلو پر کرښو پرتې دي او له همدې کبله په دغو هېوادونو کې ډېرې زلزلې راځي.

د زلزلو په اړه د ځمکې د علومو افغان کارپوه ښاغلی نجيب الله منلی وي.او.اې ډیوه ته وايي، د زلزلو دغه څپې د هندوکش له غرونو را منځته شوې دي:

"د ځمکې پاسنۍ برخه په وچه کې شاو خوا ٣٠ او ۴٠ کيلومټره دروندوالی لري او په غرونو کې تر ١٠ کيلومټره دروند والی لري. دغه پوټکی له څو ټوټو څخه جوړ شوی دی او دغه ټوټې له يو بل سره په ټکر کې راځي نو يو تر بل لاندې کيږي".

ښاغلی منلی زیاتوي چې په دغو ټوټو کې یوه د اسيا او بله د هندوستان ده چې له افريقا څخه بېله شوې ده او د اسيا پر لور روانه ده. نیزدې٣٠ ميليونه کاله پخوا دغه دوې ټوټې سره په اړيکه کې شوې دي، کله کله هم د هند ټوټه د اسيا تر ټوټې لاندې په حرکت شي، له همدغې اړيکې د هماليا او هندوکش غرونه پيدا شوي دي او اوس هم د هند ټوټه د اسيا تر ټوټې لاندې لا په حرکت کې ده.

وایي په کال کې ٣ يا ۴ سانتي متره پر مخ ځي کله چې دا حرکت ودريږي او يا بند شي نو ټکر رامنځته کيږي، چې د هندوکش سيمه د دغو دوو ټوټو د يو ځای کېدو سيمه ده نو له همدې کبله د هندوکش غرونو په لړ کې ډېرې زلزلې راځي.

د ٢٠٠٥م کال په اکتوبر مياشت کې په پاکستان کې ډېره شدیده زلزله راغلې وه چې له امله يې په خيبرپښتونخوا کې اتيا زره ۸۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او لږ تر لږه دوه لکه کسان پکې ټپي شوي وو. دغه زلزله چې ۷.۶ درجې وه خلکو ته یې ډېر مالي او ځاني زیانونه ور واړول او له ځان سره یې نورې ٩٧٨ وړې زلزلې یا ټکانونه هم لرل.

همدارنګه يو بله لویه زلزله چې د پاکستان په کوټه ښار کې په ١٩٣٥م کال کې راغلې وه له کبله يې شاو خوا ۶۰۰۰۰ خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG