د (PEMRA) ادارې دا لارښود د اسلام اباد د عالي عدالت یا های کورټ د امر په اساس جاري کړی دی. عالي عدالت د مینې ورځ لمانځل له اسلام سره په ټکر کې بللې او له رسنیو یې غوښتې چې د دې ورځې په هکله خپرونو باندې بندیز ولګول شي.
عدالت ټولو چاپ او برېښنایي رسنیو ته حکم کړی چې په سمدستي توګه دې په مطبوعاتو د مینانو د ورځې په هکله ټول پروګرامونه او خپرونې و دروي.
عدالت دا پرېکړه په داسې حال کې کړې چې په پاکستان کې هم د نورې نړۍ غوندې هر کال د مینانو ورځ (Valentine’s day) په برېښنایي او ټولنیزو رسنیو کې او هم په لویو ښاري هوټلونو کې لمانځل کېږي، خو ځینې خلک خصوصاً مذهبي افراطي ډلې ورسره مخالفت ښيي.
د اسلام اباد های کورټ د ۲۰۱۷م کال په فبرورۍ میاشت کې هم دا پرېکړه اعلان کړه، چې په عامه ځایونو او حکومتي دفترونو کې دې دا ورځ و نه لمانځل شي او سخت بندیز یې ورباندې لګولی وو.
په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان ولسمشر ممنون حسين خپلو خلکو ته ویلي وو، چې د مینې ورځ لمانځل د دوی د کلتور برخه نه ده، بلکې د لوېديځ مفکوره ده. هغه وویل:
"د وېلنټاینز ورځ زموږ له کلتور سره هیڅ تړاو نه لري او باید مخنیوی یې وشي، ځکه چې د لوېدیځ کلتور زموږ پر ګاونډيو هېوادونو ناوړه اغېز کړی دی".
د پاکستان مذهبي ګوندونه او توندروه ډلې هم هر کال خلک د مینانو د ورځې له لمانځلو را ګرځوي او ورته وایي چې د غربي کلتور لمانځل حرام او د اسلام خلاف کار دی. دوی د دې ورځې د لمانځلو د مخنیوي په خاطر دې ورځې ته (د حیا ورځ) نوم ورکړی دی.
په نړۍ کې هر کال د فبرورۍ ۱۴مه د وېلنټاينز يا د مينانو د ورځې په نوم لمانځل کیږي. په دې ورځ خلک خصوصاً مینان یو بل ته بېلابېلې ډالۍ، د روغبړ کارټونه، شېریني او ګلونه ورکوي.
د دې ورځې د تاریخچې په اړه ویل کیږي، چې په سلګونو کاله پخوا د روم ټولواک (شهنشاه) پرېکړه وکړه، چې جګړې ته د تللو لپاره دې ځوانان واده نه کوي.
خو د کلیسا یو سېنټ وېلنټاين (Saint Valentine) چې دغه پریکړه یې غیرعادلانه بلله، په پټه یې د نجونو او سرتېرو تر منځ نکاح تړله او کله چې د وخت بادشاه له دې څخه خبرېږي، نو وېلنټاين قیدي کوي او بیا وروسته یې په دار کوي.