لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال پلار: په نیمګړي انصاف د پاکستان ۴۰ کلنه زهرجنه بیانیه نه بدلېږي


د مشال خان پلار اقبال لالا
د مشال خان پلار اقبال لالا

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې مذهب ته د سپکاوي په درواغجن تور د وژل شوي ځوان مشال خان پلار اقبال خان وایي، عدالت په خپله فیصله کې د ده د خیال تصدیق وکړ، هم په دې وجه هغه ورته په مثبت نظر ګوري، خو انصاف یې نیمګړی بللی او په دې لړ کې د انصاف لپاره به های کورټ ته ځي.

د مشال خان مور هم د خپل زوی قاتلانو ته د سزا په اړه پر عدالتي پرېکړه اعتراض کړی او وایي د زوی په وژنه تورن کسان یې ټول په ویډیو کې ښکاره لیدل کېږي، نو عدالت ولې هغه کسان بېګناه ګڼي او هغوی یې خوشي کړي دي، چې وایي د هغوی په اړه یې شواهد نه دي موندلي.

اقبال خان له لندن نه د ډیوه خبریال ارباب محمود علي ته په ټلیفون ویلي، که څه هم دغه انصاف نیمګړی دی، خو دا هم ده چې د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې داسې فیصله په لومړي ځل وشوه او دا یو ښه بنیاد کښېښوول شو.

د ترهګرۍ ضد عدالت د چارشنبې-شورو په ورځ [۰۷ فبروري] په هري پور کې د مشال خان د وژنې په تور عمران علي نومي تن ته د مرګ سزا او پينځو نورو کسانو ته د ۲۵، ۲۵ کلونو د بند سزا واوروله، د دې تر څنګ یې ۲۵ نورو کسانو ته له يو کال نه تر دريو کلونو پورې د بند سزا واوروله خو ۲۶ تورن کسان يې د ثبوتونو د نشتوالي له کبله خوشي کړل.

اقبال خان ویلي، د مشال خان د پېښې نه پس یې پرېکړه کړې وه، چې پټه خوله به نه پاتې کېږی، ګنې نو دا لړۍ به همداسې دوام ولري. د یو عام تن په حیث هغه خپل غږ پورته کړ او ورسره مېډیا هم ملګرې شوه.

خو اوس دا کار د ریاستي ادارو دی، چې خپله واکداري بحال وساتي او په تعلیمي ادارو کې دي ماشومانو ته له تعلیم سره سره د ژوند تحفظ هم ورکړي او دا هم چې له نصاب نه دي زهرجنې خبرې لرې کړي.

اقبال خان د مشال په مقدمه کې د پولیسو د مرستې په هکله وویل، چې پولیسو په ساینسي بنیادونو د موادو را ټولولو خپل پوره کوشش کړی وو، ۵۷ کسان یې نیولي او عدالت ته وړاندې کړي، خو دا هم د دوی پر کارکردګۍ یو سوال دی، چې ولې تر اوسه پورې پاتې درې تنه ونه نیول شول. اقبال خان حکومت ورسره تر اوسه پورې د قانوني تحفظ په لړ کې کړې ژمنې نه دي پوره کړې.

له ډیوه سره په خبرو کې هغه زیاته کړه، چې له تېرو څلوېښتو کلونو په دې هېواد کې زهر او بارود کرل شوي دي او یوه زهرجنه بیانیه را روانه ده. د مشال خان په نیمګړي انصاف دغه بیانیه نه شي بدلېدای، خو دا ده چې دا یو پیل ضرور دی.

اقبال خان وایي کوم خلک چې دغه بیانیه خپروي یا اوس د عدالت د پرېکړې خلاف احتجاجونه کوي، نو دوی هم د چا له خوا را پارول کېږي، چې کمزوري نه دي خو د دغې زهرجنې بیانیې په ضد زموږ اواز هم کمزوری شوی نه دی، چې مثال یې د نقیب الله مسید د وژنې او نورو دې ته ورته پېښو په ضد د خلکو د احتجاجونو په شکل کې ښکاري.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:51 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG