لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې د م.م له خوا پر ترهګر اعلان شوو ډلو بندیزونه سخت شول


د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید، چې ملګرو ملتونو نړیوال ترهګر نومولی.

په پاکستان کې د یو نوي قانون په زور به اوس هغه ټولې توندروه ډلې په دې هېواد کې نه چندې غونډولای شي او نه به بېنکي حساب کتاب پرانیستلای شي، چې ملګرو ملتونو (م.م) ترهګرې ګرځولې دي.

نوی قانون د پاکستان ولسمشر ممنون حسين نن لاسلیک کړی دی، چې له مخې یې د ترهګرۍ د مخنيوي په قانون کې دا خبره شامله کړل شوې ده، چي پر کومو تنظيمونو م.م بنديز لګولی دی، په پاکستان کې به هم پر هغو تنظيمونو بنديز وي او په ضد به یې د پاکستان امنیتي ادارې عملیات کوي.

په پاکستان کې دا پرمختګ په نيژدې ورځو کې د م.م د امنیت شورا د څار د یوې ډلې پاکستان ته تر سفر وروسته لیدل کېږي، چې مقصد یې په پاکستان کې د داسې تنظيمونو په ضد د عملي ګامونو څارل او جاج اخیستل وو.

د داسې تنظيمونو په ضد به پاکستان تر کومه حده ګامونه واخلي، د پاکستان دفاعي څېړونکی ډاکټر حسن عسکري په دې اړه وایي، پاکستان اکثر د بهرنیو فشارونو له وجې داسې ګامونه پورته کوي:

"اوس به ګورو چې د پاکستان حکومت دا ځل څومره سنجيده دی او آيا د داسې تنظيمونو په هکله د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو په سوچ کې څه بدلون راغلی دی که نه".

م.م چې پر کومو تنظيمونو بنديز لګولی دی، په هغوی کې القاعده ډله، تحريکِ طالبان پاکستان، لشکرِ جهنگوي، جماعت الدعوه او د فلاحِ انسانيت پشمول يو شمير تنظيمونه او کسان شامل دي.

د رپوټونو له مخې پاکستان تېره مياشت جندالله نومي سني وسلواله ډله هم ناقانونه اعلان کړې او پر فعالیت یې بنديز لګولی دی.

په دغو تنظيمونو کې يو جماعت الدعوه هم دی، چې امريکه او هند ورباندې په ٢٠٠٨م کال کې د ممبۍ د ترهګرو بريدونو تور لګوي، خو د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي تېره میاشت ويلي وو، چې د دې تنظيم د مشر حافظ سعيد په ضد په پاکستان کې څه مقدمه نه شته نو حکومت یې څنګه د حافظ سعيد په ضد څه اقدام وکړي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په حکومتي کړیو کې داسې نظرونه مخې ته راغلي، چې د ناقانونه اعلان شویو ډلو په ضد ګامونه اخیستل ضروري ګڼي، ځکه چې وایي نړیوال فشارونه د پاکستان لپاره ستونځې جوړولای شي، خو تر اوسه په دې اړه کوم څرګند پرمختګ نه لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG