لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: کېدای شي کابل کې پوځي غونډه په پاکستان نړیوال فشارونه ومني


د افغانستان د دفاع وزارت وایي، کېدای شي په کابل کې د پوځي مشرانو روانه غونډه پاکستان دې ته مجبوره کړي چې د ترهګرۍ په ضد مبارزې په برخه کې د نړیوالو فشارونه ومني.

د افغان دفاع وزارت ویاند جنرل دولت وزیري وایي، "غونډه د ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې په اړه لارې چارې سنجوي او زما په عقیده به پاکستان اخر دې ته اماده کړي چې نړیوالو فشارونو ته غاړه کښېږدي".

ښاغلی وزیري وایي په دې غونډه کې د ترهګرۍ په ضد د مبارزې او د نشه یي موادو د قاچاک د مخنیوي پر لارو چارو کېږي. وزیري وایي کېدای شي دا غونډه د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه یوې نوې پرېکړې ته ورسېږي.

په کابل کې د امریکې په مشرۍ یو دفاعي کانفرنس پیل شوی، چې د امریکې، ناټو ځواکونو، پاکستان او افغانستان په شمول د منځنۍ اېشیا د هېوادونو پوځي مشران پکې ګډون کوي او په سیمه کې د امن په وړاندې د خنډونو او ګواښونو په اړه به خبرې کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه دې غونډې ته ویلي، چې په سیمه کې د امن او ارامۍ لار پر افغانستان تېرېږي او چېلنجونو ته د ځواب ویلو یواځینۍ لار ګډه او دوامداره هکاري ده، چې وایي پاکستان د خپلې برخې نقش تر سره کولو ته تیار دی.

په کابل کې دغه کانفرنس په داسې وخت کې را بلل شوی، چې په دې وروستیو په دې ښار کې د ترهګرۍ پرله پسې خونړۍ پېښې وشوې، چې شاوخوا ۱۵۰ کسان پکې و وژل شول او تر ۲۵۰ زیات پکې ټپیان شول.

د پاکستاني پوځ دفتر د جنرل قمر جاوید باجوه د سفر په اړه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي چې هغه به د پوځي مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته د افغان حکومت له مشرانو سره هم وویني.

په کابل کې د وروستیو بریدونو په نتیجه کې افغان او پاکستاني چارواکو اسلام اباد او کابل ته سفرونه پیل کړي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغو خبرو تر اوسه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې.

جنرل باجوه د کابل په دفاعي کانفرنس کې ویلي چې امنیتي ځواکونو یې له خپلې خاورې د ترهګرو پناهځایونه ختم کړي دي، خو وایي که د ځینو نخښې پاته وي هغوی په پاکستان کې د ۲.۷ میلینه افغان کډوالو له کېمپونو ګټه اخلي.

د پاکستاني پوځ مشر وایي ترهګر د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ګډه پوله د امن د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ له نشتوالي هم ګټه اخلي، خو وایي د ردالفساد عملیاتو په ترڅ کې په هغوی پسې پلټنه کېږي او په نخښه کېږي.

ښاغلي باجوه په غونډه کې پوځي مشرانو ته باور ورکړی، چې هیچاته د کوم هېواد په ضد د پاکستان له خاورې د ګټې اخیستو اجازه نه ورکول کېږي، خو وایي له نورو هېوادونو هم دغه هیله لري.

د ناټو، امریکايي او د سیمې د هېوادونو د پوځي مشرانو د ویناوو په اړه تر اوسه کوم تفصیل نه دی خپور شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG