لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ولې د سیپیک مخالفت کوي؟


Courtesy CPEC.gov.pk
Courtesy CPEC.gov.pk

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ويلي امريکا په پاکستان کې د سيپېک د چهترۍ لاندې د چينايي منصوبو مخالفت کوي. خو د امريکا مخالفت څه پټه خبره نه ده او په څو کرته يې ويلي چې سيپېک او په بهرني ملکونو کې چينايي پروژې د قرضونو لټ دی او ګټه يې يوازې د چين ده.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري ويلي امريکا په پاکستان کې د چين د غټې منصوبې سيپيک مخالفت کوي خو حکومت به ياده منصوبه تکميل پله بوځي.

د شخصي ټيليويژن ‌‌‌‌‌‌ډان سره په خبرو کې اغلې مزاري دا انکشاف کړی او ويلي يې دي که امريکا او هند د سيپيک منصوبې مخالفت هم کوي خو د منصوبې چارې به روانې وي.

البته د مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړي عبادالله خان ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل چې “سره د مخالفتونو د پخواني وزير اعظم نواز شريف په وخت کې د پيل شوې منصوبې کارونه روان وو خو اوس په ټپه ولاړ دي”.

خو سيپيک چې پاکستان يې ګيم چينجر لا لوبه بدلونکې منصوبه بولي په پاکستان کې دننه هم د قامپاله په خصوصي توګه د پښتنو او بلوچو ګوندونو د نيوکو لاندې ده او ياده منصوبه د پنجاب او پوځ د ګوادر د قبضې منصوبه بولي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سينېټر عثمان کاکړ د يادې منصوبې په اړه ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته وويل “دا په ګوادر کې باړ لګول دا ديوال کول د ګوادر قبضه کول دي د بلوچستان نه يې بيلول دي”.

بلوچ ازادي خوښې ‌‌‌‌‌‌ډلې په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ او د سيپيک د کارمندانو خلاف وسله واله مبارزه کوي او پرې وژونکي بريدونه کوي.

پښتانه قامپاله ګوندونه د سيپيک منصوبې غربي برخه غواړي کومه چې د پښتنو سيمو نه تېريږي چې هم د افغانستان او هم د ګلګت بلتستان د لارې د چين د سينکيانګ صوبې سره لګي.

د سيپيک منصوبې په اړه د امريکا دريځ دی چې يو خو د يادې منصوبې چارې ښکاره او رڼې نه دي او بل دا چې دا منصوبه به پاکستان په چيني قرضو کې ښکيل کړي.

د رپورټونو د مخه د کال 2020 د اګست مياشتې پورې پاکستان نزدې 270 بيلين ‌‌‌‌‌‌ډالره پوروړی وو چې د ملک د ټول پيداوار لا جي ‌‌‌‌‌‌ډي پي 107% جوړيږي خو ځينې سرکاري شمېرې د جي ‌‌‌‌‌‌ډي پي د روان کال د پاره دا شرح 85.97% ښايي.

د پاکستان د کلني بجټ د ټولو لويه برخه بهرنۍ قرضې ورکولو ته ځي او دويمه غټه برخه د ايټمي ملک دفاع ته ځي چې د اقتصاد پوهانو په وينا د نيشت برابر برخه صحت او تعليم ته ورکول کيږي.

د عمران خان حکومت هم په اولو ورځو کې د يادې منصوبې په ‌‌‌‌‌‌ډېرو برخو اعتراضونه لرل او وزير اعظم ويلي وو چې منصوبې ته به بيا کتنه کوي چې د خبرونو د مخه چين پرې بد منلي وو.

د چين په مالي لګښت د 60 بيلين ‌‌‌‌‌‌ډالرو سيپيک منصوبه د بلوچستان ګوادر بندر نه شروع کيږي او د چين د ناارامه سينکيانګ صوبې سره د سړک او ريل ګا‌‌‌‌‌‌ډي د لارې پيوست کيږي.

مېرمن مزاري ويلي چې امريکا وړومبی روس خپل دښمن بللو او اوس چين دښمن بولي او زياته يې کړه هغه هېوادونه سيپيک په نخښه کوي د چا ګټې چې د دې منصوبې نه په خطر کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG