لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ولسي تحریک: د پاکستان ریاست له قبایلي سیمو ګوانتانامو زندان جوړ کړی


د لادرکه کړل شوو کسانو د کورنۍ مېرمنې احتجاج کوي.
د لادرکه کړل شوو کسانو د کورنۍ مېرمنې احتجاج کوي.

د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټرسیدعالم مسود وايي د پاکستان ریاست له قبایلي سیمو ګوانتانامو زندان جوړ کړی، چې یو شمېر ځایي خلک پکې په پټو بنديخانو کې ساتل کېږي.

سیدعالم مسود وي.او.اې ډیوه ته ویلي، چې له ریاسته به په راتلونکي کې په هېواد کې دننه او بهر نړۍ کې دوې پوښتنې ضرور کېږي.

"یوه دا که چېرې د بې درکه خلکو په نوم طالبان هم پرېښودل شول نو بیا دا به هم واضحه کوي چې دغه خلک د چا په غوښتنه خوشي کړل شوي دي، ځکه چې دغه د ولسي پاڅون غوښتنه نه ده".

"دویمه دا چې ریاست به دا خبره هم ځوابوي چې کوم خلک خوشي نه کړل شي او نه عدالت ته وړاندې کړل شي، نو اخر دغه خلک بیا څه شول، ځکه چې په ریاست دا تور هم لګېږي چې یو شمېر خلک یې بېګناه وژلي دي".

د ډاکټر سیدعالم مسود د دغو خبرو په اساس ځينې پښتانه فعالان پر ټولنیزو رسنیو وايي، چې په پاکستان کې د پښتنو نسل کشي کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پینځلس کسیزې کمېټۍ یو غړی بلال مسود وايي، چې د دوی غوښتنه چېرې هم دا نه وه چې حکومت دې په ترهګرۍ کې ککړ او بېګناه ټول نیول شوي خلک پرېږدي. بلال مسود وايي:

"زمونږ دا غوښتنه وه چې حکومت دې بېګناه نیول شوي خلک پرېږدي او پر کومو کسانو چې د ترهګرۍ تورونه لګول شوي دي هغه دې راښکاره کړي او عدالتونو ته دې یې وړاندې کړي".

په سپریم کورټ کې د بې درکه خلکو د ازخود نوټس په مقدمه کې د بیان ورکولو په وخت د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په قبایلي سیمو کې د ۴٥ پټو بنديخانو ذکر کړی وو.

د بې درکه خلکو د موندنې د تنظیم مشره امنه مسعود جنجوعه وايي، په لکي مروت، ډېره اسماعېل خان، بنو، کوهاټ او سوات کې هم د پوځ تر واک لاندې بنديخانې شته چې پکې په زرګونو بې درکه خلک ساتل کېږي او د پرله پسې عدالتي احکاماتو باوجود بیا هم دغه بې درکه خلک عدالتونو ته نه وړاندې کېږي.

امنه جنجوعه له وي.او.اې ډیوه سره په یوه مرکه کې ویلي، چې له دفتر سره یې د پاکستان د هغو ٢٥٠٠ کسانو لسټ دی، چې ریاست په زوره بې درکه کړي دي، په هغوی کې ٨٠٠ کسان یواځې د خیبرپښتونخوا اوسېدونکي دي.

جنجوعه وایي، د یوې اندازې له مخې له ټول هېواده ٨٠٠٠ خلک په مرموزه توګه بې درکه کړل شوي دي، خو وايي ممکنه ده دا شمېره تر دې هم زیاته وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه که یوې خوا ته د بې درکه خلکو د خوشي کولو لړۍ پیل شوې، ورسره دا غوښتنې هم کېږي چې په زرګونو خلک د کوم قانون له مخې بې درکه کېږي او په پټو بنديخانو کې ساتل کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو هم په دې اړه اندېښنې څرګندې شوي چې حکومت په کومه طریقه بې درکه خلک خوشي کوي، وایي که د دې لپاره څه لاره جوړه نه شوه، نو دا امکان شته چې په دې کې هغه خلک هم خوشي کړل شي چې د ریاست په ضد یې ټوپک پورته کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG