لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: زده کوونکې دمېډیکل کالج په داخله امتحان کې د درغلیو په ضد احتجاج کوي


په بلوچستان کې د مېډیکل داخلې لپاره د فبرورۍ په ۴مه په لومړي ځل امتحان د پاکستان د تعلیم د اعلی کمیشن له خوا اخیستل شوی او هغه زده کوونکي- چې په دې امتحان کې یې برخه اخیستې- تور لګوي چې په پرچو کې درغلي شوې ده او دوی ته یې نتیجې د منلو وړ نه دي.

د دې امتحان په ضد ګڼ شمېر زده کوونکي نجونې او هلکان د کوټې ښار د مطبوعاتو کلب مخې ته له تېرو اتو ورځو راهیسې د احتجاج په توګه ناست دي او غوښتنه کوي چې دغه امتحان دي له سره وشي.

احتجا ج کوونکي تور لګوي، چې د اعلی تعلیم د کمیشن له خوا په ترتیب شوي امتحان کې نقل عام وو او امتحان ورکوونکو ته په ازادۍ د موبایل کارولو اجازه ورکړل شوې وه او بله لا دا چې د یوې کورنۍ څو- څو کسانو په ډله ییزه توګه په امتحان کې برخه واخیسته.

د ږوب اوسېدونکي ځوان عبدالله وي.او.اې ډیوه ته وويل چې په امتحان کې له دوی سره په بشپړه توګه درغلي شوې ده:

"په پرچه کې ډېر په ښکاره باندې موبایل کارول کېده او هلکانو له نیټ او په ټیلیفون له خلکو د پوښتنو د حل کولو لپاره مرسته اخیسته. ځینې استادان داسې هم وو چې امتحان ورکوونکو ته یې ځوابونه ور ښوول"

په دغه احتجاجي کېمپ کې ناسته يوه نجلۍ حضرا وايي، چې دوی انصاف غواړي او احتجاج ته به تر هغه پورې دوام ورکړي، چې حکومت د دوی په غوښتنه د طب پوهنځي داخله امتحان له نوي سره نه وي اخیستی.

د بلوچستان وزیر اعلی عبدالقدوس بزنجو شپږ ورځې وړاندې د مېډیکل داخلې لپاره د احتجاج کوونکو تورونه پر ځای وبلل او دا خبره یې ومنله چې په ازموینه کې درغلي شوې ده. ښاغلي بزنجو هغه وخت د دې امتحان د پلټونو لپاره يوه کومېټه جوړه کړه او د امتحان د نتایجو د ځنډولو امر یې وکړ.

د مېډیکل زده کوونکو د خپلې غوښتنې لپاره د شوي امتحان په ضد د بلوچستان اعلی عدالت ته هم درخواست ورکړی دی او په امتحان کې د درغلیو په اړه ثبوتونه هم ورسره شته، خو عدالت لا په دې اړه اورېدنه نه ده کړې.

سره له دې چې د بلوچستان وزیراعلی د دې امتحان د پلټنې لپاره کمېټۍ هم اعلان کړې وه، خو د پاکستان د اعلی تعلیم کمیشن څو ورځې وړاندې د مېډیکل داخلې د اخیستي امتحان نتیجې اعلان کړې، چې د احتجاجي زده کوونکو په وینا دا له دوی سره بشپړه ناانصافي ده او دوی به یې نتیجې ونه مني.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې به تر دې مخکې د مېډيکل کالجونو لپاره داخله امتحانونه د پاکستان د یوې مرکزي ادارې (نېشنل ټسټنګ سروس) له خوا اخیستل کېده، چې تر اوسه ورباندې په امتحانونو کې د څه درغلۍ تور نه دی لګېدلی، خو دا لومړی ځل دی چې د دې هېواد د لوړو زدکړو کمیشن (ایچ اي سي) دغه امتحان اخلي.

په بلوچستان کې څلور د طب یا مېډیکل پوهنځي ده، چې یو په مرکزي ښار کوټه کې بولان مېډيکل کالج او درې نور په لورالای، خضدار او توربت سیمو کې دي، چې هر کال تر څلور سوه زياتو نجونو او هلکان ته پکې داخله ورکول کېږي. سږ کال په دغه ازموينه کې ۴۸۰۰ زده کوونکو ګډون کړی وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG