لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان که د نړیوالو ترهګرو مالي مرستندويه هېوادونو په نوملړ کې شامليږي اغېزې به يې څه وي؟


د اقتصادي چارو کار پوهان وايي که پاکستان د نړیوالو ترهګرو مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو نو په ځانګړي ډول د پاکستان د امريکا او يورپي هېوادونو سره کېدونکی تجارت، د بهر هېوادونو نه راتلونکې پېسې، پانګونې، د نړيوال او اسیا بېنک نه اخستونکې قرضونه د سخت اغېز لاندې راتلی شي.

راېټرز خبري ادارې د یو پاکستاني چارواکي د خلې لیکلي امریکا په غېر قانوني توګه د پیسو لېږلو څارنې نړیوالې ادارې ته وړاندیز کړی، پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو مالي مرسته کونکي هیوادونو په نوملړ یا فهرست کې شامل کړي.

د فاېننشل ایکشن ټاسک فورس نومې ادارې غونډه به راروانه اونۍ په پیرس کې کیږي چرته چې امکان دی د پاکستان پرضد دغه ګام وړاندې شي.

اسلام اباد کې د اسلامک پوهنتون د معاشياتو د څانګې استاد ډاکټر معراج الحق وايي که پاکستان په دغه نوملړ کې شامليږي نو د دې سره به د پاکستان په معيشيت ډېرې بدې اغېزې کیږي ځکه چې کله يو ملک يواځې کيږي نو اقتصاد يې چرته هم وده نشي کولی.

ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د داسې ملک سره " بهرنۍ سرمایه کاري (پانګونې) کمې شي، څوک ورسره سوداګري نه کوي،که د دې ملک څوک بهر ځي نو په اسانه ورته بهرنۍ وېزې نه ورکړی کيږي او په ځانګړي ډول د پاکستان په اقتصاد کې چې د بهر نه راتلونکې پېسې مهمه برخه لري هغه به ترې سخته اغېزمنه شي".

نوموړي وويل "د بهر هېوادونو سره سوداګري به متاثره شي، نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې به اغېزمنې شي يا د بهر نه راتلونکې پانګوه وال به بيرته ستانه شي او نړيوالې مرستندویه ادارې او چا نه چې پاکستان قرضې اخلي لکه ورلډبېنک، ايي اېم اېف او ایشين ډوېپلمنټ بېنک، د هغو سره خبره ګرانېدی شي".

د اقتصادي چارو کارپوهه خرم شهزاد چې د (جی اېس ګلوبل کېپټل لمټډ) کمرشل افسر دی وايي، "د پاکستان چې کوم بهرنی تجارت يا صادرات چې اکثره يورپ او امریکاسره کيږي او د هلته نه زمونږ (پاکستان ) کې پانګونې راځي دې سره به د پاکستان راولاړېدونکی اقتصاد اغېزمن کېدی شي".

شهزاد ډيوه سره په خبرو کې وويل " امريکا او يورپ د پاکستان غټ اقتصادي همکاران دي او د پاکستان د بهرني تجارت او پانګونو سرچينې پاتې شوي او اوس هم دي او تر کومې چې د مني لانډرنګ يا غېر قانونه پېسو خبره کيږي بايد يورپ، فرانس، جرمني او امريکاد ښه والي دپاره کار وکړي په ځای د دې چې پاکستان يواځې کړي".

نوموړی وايي د پرمختللو دغو هېوادونو سره ټېکنالوجي ده لاس رسی لري او هغه قوتونه چې په غېرقانونه کارونو کې ککړ دي په ګډه يې مخنيوي وکړي په ځای د دې چې پاکستان په دغه نوملړ کې واچوي.

د اي اېف جي حرميز مشر مزمل اسلم بيا وايي، "ښکاري چې امريکا اوس د پاکستان پرضد خپله ورستۍ حربه کاروي خو پاکستان چې په وروستيو کې کاميابه سفارتکاري کړې چین او روس سره يې اړيکې جوړې شوي نو د پاکستان په صحت به د دې نه ډېر اثر نه وي".

دغه ډول شهزاد هم وايي پاکستان سره په تاريخي توګه د امريکا نه زياتې پانګونې او مرستې شوي خو اوس د چين لخوا د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ په لړ کې ډېر کار شوی دی او اوس د پاکستان زياته اډاڼه په لويديځ نه ده پاتې خو بيا هم پاکستان بايد په دغه نوملړ کې رانشي د ټولو سره يو ځاې لاړ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG