لاس رسیدونکی لینک

 
نوازشریف: عدالتونه او عمران خان زما په ضد یو شوي دي.
تازه خبر

نوازشریف: عدالتونه او عمران خان زما په ضد یو شوي دي.


د پاکستان پخوانی وزیراعظم میا نواز شریف وايي، د ده خلاف د اعلی عدالتونو ژبه او رویه هماغه ده کومه چې د ده د سیاسي غلیم عمران خان ده.

د بډو رشوتونو په یوه قضیه کې احتساب عدالت ته تر حاضرېدو وړاندې له میډیا سره په خبرو کې نواز شریف د پاکستان په عدالتونو کې پر ناستو قاضیانو سختې نیوکې وکړې.

نوازشریف وایي، "د هغو قاضیانو له خوا راته د اخلاقیانو درس راکول کیږي، چې خپله یې د یو پوځي آمر په لاس د خپلې څوکۍ سوګند پورته کړی دی".

په ٣ نومبر ٢٠٠٧م کال کې د پاکستان د هغه وخت پوځي آمر جنرل پروېز مشرف "لنډ مهاله اساسي قانون" یا "پي سي او" نافذ کړې وه او له قاضیانو نه یې د همدې قانون له مخې د سوګند پورته کولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستاني عدالتونو ځینو قاضیانو د دې امر له منلو انکار هم کړی وو.

نواز شریف په ١٩٩٠م کال کې د پاکستان وزیراعظم جوړ شو، خو په ١٩٩٣م کال کې د پاکستان د طاقتور پوځ په اشاره د هغه وخت صدر غلام اسحاق خان دی د وزارت لپاره نااهله وګرځاوه او منتخب پارلیمان یې فارغه کړ.

په دویم وار په ١٩٩٩م کال کې د هغه وخت پاکستاني جنرل مشرف له خوا د کودتا له لارې برطرفه کړل شو.

په درېیم ځل د جولای میاشت په ٢٨مه نېټه په ٢٠١٧م کال کې د پاکستان ستر عدالت د پانامه رسوایۍ په قضیه کې نوموړی په دې تور چې د قانون له مخې صادق او امین ثابت نه شو، عدالت نواز شریف له خپلې څوکۍ نه برطرفه کړو.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې فعاله د مسلم لیگ (ن) ډلې دا مشر وايي، "دې وار د عدالت د فیصلې تر ‍شا د هېواد د طاقتور پوځ لاس وو".

د پانامه رسوایۍ کېسونه د پاکستان پر نورو سیاستوالو هم شوي او د نواز شریف سیاسي غلیم د تحریک انصاف ډلې مشر عمران خان هم په دې تور محاکمه شوی وو.

عمران خان په دغه قضیه کې د هېواد ستر عدالت بري کړی دی.

د مسلم لیگ (ن) ډلې مشر د عمران خان په اړه د عدالت په فیصله نیوکې کوي او دریځ لري، چې عدالت په یو شان قضیه کې د دواړو تر منځ فرق کړی دی.

نواز شریف اوس د عدالتي فیصلې او په دې کې د پوځ د مداخلې په ضد مبارزه پیل کړې ده.

پخوانی وزیراعظم دا هم وايي، " پاکستان کې عدالتونو تل د سیاسي مشرانو خلاف کاروایۍ کړي او د پوځي آمرانو پر سرغړونو غلي پاتې شوي".

د پاکستان په عدالتونو داسې نیوکې د نااهله ګرځول شوي وزیراعظم نه علاوه نور خلک هم کوي او د امریکې وتلې ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم په دې اړه د نامتو لیکوال سلمان مسعود یو تفصیلي معلوماتي مضمون چاپ کړی دی.

د مضمون په پیل کې لیکل شوي دي، "د پاکستان اعلی عدالت د خلکو د حقوقو د محافظ کردار اختیار کړی دی، خو خلک دې ته انصاف نه وايي".

مضمون د پاکستاني خبریال مطیع الله جان له خولې لیکي، " د عدلیې پلویتوب د عدالتونو څېره بدرنګه کړې ده او خپل کار ته یې سیاسي رنګ ورکړی دی".

مطیع الله جان وړاندې لیکي، " د بدقسمتۍ خبره دا ده چې په پاکستان کې پوځ او عدلیه په ولس کې د ځان د مشهورتیا لپاره ښه په ډاګه سیاسي له حکومت سره مقابله کوي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG