لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې درنې جګړې،۲۰سرتیري اؤ۲۹ طالبان وژل شوي، د والي ویاند


افغان چارواکي وایي پاکستان سره په پوله پروت دافغانستان ختیز ولایت ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي چې پکې ۲۰امنیتي سرتیري اؤ ۲۹ طالبان وژل شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ خامه خبري اژانس د ننګرهار دوالي د ویاند عطاء الله خوګیاڼي له خولې ویلي چې دغه جګړې تیره شپه دننګرهار به درېوؤ ولسوالیو حصارک،شیرزاد اؤ خوګیاڼیو کې شوي دي.

د والي ویاند ویلي بریدونو کې ۲۰امنیتي سرتیري اؤ دیو قوماندان په ګډون ۲۹ طالبان وژل شوي خو طالبانو لا تر دې دمه ددې نښتو په حواله څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې دجګړو د روانو جګړو لړۍ په داسې حال کې یو ځل بیا چټک شوې چې د تیرو شپږو ورځو راهسې دافغانستان څخه ورغلی مرکچي پلاوی اؤ طالبان قطر کې په بین الافغاني خبرو اترو بوخت دي.

دافغانستان نه قطر ته ورغلی پلاوی دې خبرو کې زیات ټینګار په بشري اوربند کوي خو طالبان وایي چې بین الافغاني مذاکراتو کې وړومبی باید د روانې جګړې علتونه له مینځه یوړل شي.

په اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وایي دبین الافغاني مذاکراتو پیل کیدل دافغان سولې په لوري یو مهم پرمختګ دی خو ددې خبرو دکامیابولو دپاره اوربند مهم شرط دی.

ډیوه سره تیره ورځ خبرو کې ښاغلي طاهر خان ویلي طالبان که بشپړ اوربند ته نه وي حاضر نو کولی شي چې دشپږو میاشتو یا ددې نه کم اوربند دې وکړي خو د افغانانو دسولې هیلو ته دې مثبت ځواب ووایي.

په عین حال کې دافغانستان ددفاع وزارت سرپرست ښاغلي اسد الله خالد ویلي کله چې هم دسولې هڅې چټک شوي نو ورسره دجنګونو لړۍ کې هم چټکتیا راغلې ده خو افغان ځواکونه وړتیا لري چې د دښمن بریدونو ته ځواب ووایي.

د پنجشنبې په ورځ کابل کې دامریکا لخوا دافغانستان هوایي ځواکونو ته د اې۲۹ سوپر ټکانو الوتکو دسپارلو دستورې ته ښاغلي اسد الله خالد پخپله وینا کې ویلي دناټو ځواکونه د افغان پوځ ترڅنګ ولاړ دي اؤ تر اوسه د هیواد څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو هیڅ عملي اثار په نظر نه دي راغل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG