د پاکستان سټېټ بېنک په دې اړه په خپل یوه تازه رپوټ کې وايي، له دومره غټې قرضې سره په پاکستان کې د بهرنۍ کرنسۍ د تبادلې زېرمې او د قرض د ادایګۍ په مد کې هم کمزوري لیدل کېږي.
اقتصادپوهان وایي د پاکستان حکومت تر خپل وس زیاتې قرضې اخلي او د ٢٠١٧م کال تر پایه پورې پاکستان ٨٨.٩ اربه ډالره قرضه اخیستې وه چې په یو کال کې دا رجحان د ١٣.٢ اربه ډالرو زیاتې قرضې ته رسېدلی دی.
د ٢٠١٦م کال تر پایه پورې پر پاکستان بهرنۍ قرضه ٧٥.٧ اربه ډالره وه چې په دغه وخت د پاکستان ټولې زېرمې ١٨.٦ اربه ډالره وې، خو د زېرمو کچه هم اوس له ١٨.٦ نه ١٢.٨ اربه ډالرو ته را ټیټه شوې ده.
په بهرنيو پورونو کې اصلي زیاتوالی د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د خپلواکو بانډونو د جاري کولو او د ګرانو تجارتي پورونو د اخیستلو له امله راغلی.
په بهرني پور کې زیاتوالی په داسې وخت هم لیدل کیږي چې له پاکستان سره د بهرنۍ کرنسۍ زېرمې هم په کمېدو دي.
د پاکستان مرکزي بېنک د روان مالي کال له پیله تر اوسه ٣.٥ اربه ډالره بایللې دي. دا خطرناکه شمېره د حکومت د هغو لارو چارو په لټولو کې ناکامي ښیي، چې له لارې یې هېواد ته امدن راتلای شي.
اقتصادپوهان وایي د خزانې د دې خرابې وضعې د ښه کولو لپاره پاکستان ته پکار ده، چې د روان مالي کال بهرنۍ سرمایه کاري له ٢۴ یا ٢٦ اربه ډالرو پورته وخېژوي. حکومت دغه هدف ١٨ اربه ډالره ښیي.
د اتلس او څلرویشت اربه ډالرو شمېرې تر منځ د ٦ اربه ډالرو دغه فرق به د پاکستان حکومت له خپل اړخه پوره کوي چې دغه پیسې به یا له بهرنیو قرضو یا د بهرنۍ کرنسۍ له پرتو زېرمو څخه پوره کیږي.