لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان میرمن په مقبولیت کې تر خپل میړه وړاندې وتلې ده


دپاکستان د وزیراعظم عمران خان میرمنه بشرا بي بي سږکال پاکستان کې په ګوګل تر ټولو زیاته لټول شوې اؤ هغې په دغه لړ کې خپل میړه عمران خان هم وروسته پرېښودی دی.

دعمران خان۴۸کلنه میرمن بشرا بي بي چې دیوې مذهبي پیرې یا مشرې په توګه یادیږي اؤ دخپلو مریدانو یوه پراخه حلقه لري زیاتره مهال دمیډیا مخې ته نه ورځي خو بیا یې هم تر اوسه د یو شمیر رسنیو سره په نقاب کې خبرې کړي دي.

بشرا بي بي د روان کال دفرورۍ په میاشت کې دعمران خان سره واده کړی ؤ.

تر دې وړاندې هغه دعمران خان د یو نزدې ملګري اؤ سیاستمدار خاور مانیکا میرمن وه اؤ دهغه څخه پینځه اولادونه لري چې دوه پکې زامن اؤ درې لوڼه دي.

بشرا بي بي دتیرکال په وروستیو کې دخپل خاوند خاور مانیکا څخه خلع اخستې اؤ دعمران خان سره یې واده کړی ؤ.

دبشرا بي بي نه وړاندې عمران خان په کال ۱۹۹۵ کې لمړی واده یوې بریتانوي شتمنې مېرمنې جمایما خان سره کړی ؤ چې له هغې یې دوه زامن زیږیدلي وو خو وروسته دهغوئ دواړو ترمینځ اختلافونه پیدا شول اؤ جمائما خان دعمران خان نه طلاق اخستی ؤ.

په جنوري ۲۰۱۵م کال عمران خان دیوې بلې پښتنې خبریالې ریحام خان سره واده وکړو خو دغه واده هم تر ډیرې مودې دوام ونه موندلو اؤ د اختلافونو له امله دعمران خان اؤ ریحام خان دغه رشته هم په طلاق پائ ته ورسیدله.

ویل کیږي چې عمران خان سره له واده وړاندې بشرا بي بي عمران خان خپله پیره ګڼله اؤ په هر رقم مشکلاتو کې به یې دهغې په مشورو عمل کولو.

د روان کال په ۲۵م جولایي پاکستان کې د ټولټاکنو ترسره کیدو په نتیجه کې چې عمران خان دپاکستان وزیراعظم جوړ شو نو دهغې راپدیخوا چې څومره ځل هم بشرا بي بي دخپل میړه سره په ویډیوګانو یا عکسونو کې لیدل شوې هغې نقاب کړی وي اؤ خپل مخ نه ښکاره کوي.

په سوشل میډیا که هرڅو ځینې خلک دهغې دتیرو وخت د لوڅ مخ ځینې عکسونه خپروي خو عمران خان سره له واده وروسته دهغې دلوڅ مخ عکسونه ډیر لږ مخې ته راغلي دي.

اوس دهغې دمخ لیدو ته دپاکستان خلک دومره لیواله دي چې راپورونه وایي سږکال په ګوګل پاکستان کې تر ټولو زیاته بشرا بي بي لټول شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG