لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکایي څېړونکی: پاکستان ته خپل پوځ او استخباراتو زیان رسولی.


د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو په کور دننه او بهر دا نیوکې اوس زیاتې شوي دي، چې وایي د خپلسره اهدافو او پالیسیو له امله یې خپل هېواد ته زیان رسولی، ځکه خو پاکستان په ټوله نړۍ کې یواځې شوی دی.

په واشنګټن کې یو وتلی څېړونکی ډېویډ سیډني هم په یوه څېړنیز مرکز کې د بحث په وخت د دې خبرې تصدیق کړی، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای مشرانو په خپلو ناسمو بهرنیو او کورنیو تګلارو خپل هېواد ته زیان اړولی دی:

"د پاکستان د پوځ او ای ایس ای مشرانو د خپل هېواد رهبري سمه نه ده کړې او له تېرو دېرشو کلونو یې خپله امنیتي پالیسي په خپل کنټرول کې ساتلې ده."

د وي.او.اې افغان څانګې اشنا رېډیو د رپوټ له مخې ډېویډ سیډني په واشنګټن کې دغه خبرې د پاکستان او امریکې د اړیکو د راتلونکي پر موضوع د سولې لپاره په څېړنیز مرکز USIP کې په یوه غونډه کې کړي دي.

تر دې وړاندې هم د واشنګټن په اکثرو څېړنیزو ادارو کې د پاکستان او امریکې د اړیکو پر موضوع په بحثونو کې دا نظر ورکړل شوی دی، چې وایي د پاکستان بنیادي مسئله د پوځ او استخباراتي ادارو بې مهاره واک اختیار دی.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکې پخواني استازي زلمي خلیلزاد وي.او.اې ډیوه ته په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په رویه کې د مثبت بدلون لپاره د پاکستان په سیاست کې بدلون راوستل پکار دی. ښاغلی خلیلزاد وایي وخت راغلی چې دغه بدلون پیل شي.

د پاکستان پارلمان په وروستیو کې پرله پسې همدغه رنګه بحثونه کړي دي، چې پوځ دي په سیاست کې لاسوهنه بنده کړي او د هېواد د کورنیو او بهرنیو تګلارو د جوړولو کار دې حکومت او منتخبو پارلمانونو ته پرېږدي.

د جمعې په ورځ د پاکستان د سېنټ مشر رضا رباني او د پیپلز ګوند سنېټر فرحت الله بابر اندېښنه څرګنده کړه، چې پوځ په خپل سر سعودي عرب ته د پوځي سرتېرو د لېږلو پرېکړه کړې او پارلمان یې په اعتماد کې نه دی اخیستی.

د پاکستان پر پوځ بله غټه نیوکه دا کېږي، چې له امریکې، افغانستان، هند او چین سره د اړیکو جوړولو واک دوی په لاس کې اخیستی دی او همدغه وجه ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان سیاسي اړیکې اکثر خرابې وي.

د پاکستاني پوځ د دغو پالیسیو له امله امریکه، افغانستان، هند او د نړۍ ځینې نور هېوادونه پر پاکستان تور لګوي، چې په خپله خاوره کې یې ترهګرو ډلو ته پټ ځایونه ورکړي او په افغانستان کې د خپلو سیاسي او سټرېټیجیکو هدفونو لپاره کار ځنې اخلي.

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنوبي اېشیا لپاره په خپله تګلاره کې د پاکستان د پوځ دغه رویه په هدف کړې وه او ویلي یې وو چې که چېرې پاکستان پر خپله خاوره ترهګرو ته د پټو ځایونو ورکولو تګلاره بدله نه کړه، نو اغېزې به یې بدې وي.

پاکستان تل دا تور رد کړی چې ګوندې د ترهګرو مرسته کوي او په تکرار سره یې ویلي چې په افغانستان کې امن غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG