افغان چارواکي وایي دافغانستان په اروزګان ولایت کې امنیتي چارواکو د طالبانو په ضد په پراخه کچه عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه ۷۰ طالبان وژل شوي اؤ د هغوي ګڼ شمیر مرکزونه له مینځه وړل شوي دي.
په دې وروستیو کې دامریکا دصدر ډانلډ ټرمپ اؤ دافغانستان د اولسمشر اشرف غني لخوا طالبانو سره دمزاکراتو ختمولو له اعلان وروسته دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دطالبانو افغان اؤ نړیوالو ځواکونو خپل عملیات چټک کړي اؤ ۱۷ کاله وروسته په لمړي ځل دغو عملیاتو کې د امریکایي بي۵۲ الوتکو دبمبارۍ دعوه هم مخې ته راغلې ده.
افغان خبري شبکې پژواک د اروزګان د پوځي وياند خواجه يحيى علوي له خولې ویلي پرون (پنجشنبه ) افغان ځواکونو چې د بهرنيانو هوايي مرسته هم ورسره وه د اروزګان دمرکز ترينکوټ اړونده سيمو کې زمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
هغه دعوه کړې چې دغو عملیاتو کې ۷۰ طالبان وژل شوي اؤ دهغوئ ١٢ مرکزونه او پټنځايونه له منځه وړل شوي دي.
له دې وړاندې دافغانستان په بدخشان ولایت کې هم دامریکایي بي ۵۲ جنګي الوتکو په بمبارۍ کې د څلویښتو طالبانو د وژل کیدو راپورونه مخې ته راغلي وؤ.
په افغانستان کې دطالبانو په ضد پوځي عملیاتو کې دا چټکتیا وروسته له هغې لیدل کیږي چې تیره میاشت کابل کې د دریوؤ سترو ترهګریزو بریدونو پړه پغاړه واخسته.
له دغو بریدونو وروسته دامریکا صدر ډانلډ اؤ دافغانستان اولسمشراشرف غني پخپلو بیلابیلو څرګندونو کې طالبانو سره د مزاکراتو ختمولو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ اوس به هغوي(طالبانو) له د جنګ په میدان کې ماتې ورکوي.
تیره اوونۍ طالبانو دامریکایي ټولنیزو فعالانو اؤ دسینیټ په نوم یو پرانستي لیک کې د سولې دخبرو غوښتنه کړې وه خو د ناټو ځواکونو دطالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.
واشنګټن اؤ کابل تور لګوي چې طالبان افغانستان کې ترهګریز بریدونه دپاکستان په لمسه کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي اؤ افغانستان کې روانه ناامني دافغان دولت خپله کمزوري ګرځوي.
د جنورۍ په میاشت کې امریکا په پاکستان خپلې پوځي مرستې تړلي دي اؤ ویلي یې دي ترهغې به دغه مرستې پاکستان ته نه ورکوي ترڅو چې یې خپله خاوره کې دموجودو ترهګرو ډلو طالبانو اؤ حقاني شبکې په ضد دقناعت وړ ګامونه نه وي اخستي
پیښور —