لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي ته د حنیف اتمر د تازه سفر موخې څه دي ؟


دافغان حکومت ،طالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو ترمینځ په جوړ جاړي کې سعودي عرب څخه د مرستې غوښتو په موخه دافغانستان د ملي امنیت مشاور ښاغلي حنیف اتمر سعودي عرب سعودي عرب ته په سفر تللی اؤ ټاکل شوې سعودي چارواکو سره به په یو لړ مهمو چارو له نزدې خبرې اترې وکړي.

دافغانستان د ملي امنیت ددفتر ویاند ښاغلي قادر شاه د دوشنبې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي چې ښاغلي حنیف اتمر سعودي ته خپل دغه سفر دسعودي د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په ځانګړې بلنه کړی دی.

څیړونکي سعودي عرب ته د حنیف اتمر دا اوسنی سفر د زیات ارزښت وړ بولي اؤ وایي چې دملي امنیت مشاور به دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمینځ جوړجاړي کې سعودي عرب نه د خپل نفودڅخه داستفادې کولو غوښته وکړي.

افغان دولت سعودي ته د ښاغلي حنیف اتمر د تازه سفر زیات جذئیات نه دي په ډاګه کړي خو هغه خپل دا سفر په داسې حال کې کوي چې نړیوال مطبوعات اؤ طالب مشران دعوې کوي چې افغان دولت طالبانو سره د جوړجاړي په پټو خبرو بوخت دی.

دجنورۍ میاشت کې کابل کې د ترهګرۍ په پرله پسې بریدونو کې دسوؤنو کسانو د وژل کیدو وروسته دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ اؤ دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني طالبانو سره دمزاکراتو ختمولو اعلان کړی ؤ خو تیره اوونۍ دطالبانو مهم مشر عبدالحکیم مجاهد منلې وه چې افغان دولت اؤ طالبان اوس هم دسولې په پټو خبرو بوخت دي.

دپاکستان نه وروسته سعودي عرب په طالبانو اؤ نورو تندروه ډلو ترټولو زیات نفود لرونکی هیواد ګنل کیږي اؤ په افغانستان کې دطالبانو پخوانی حکومت هم سعودي عرب په رسمیت منلی ؤ.

ددې ترڅنګ سعودي عرب په پاکستان هم زیات اثر لري اؤ افغان چارواکي دعوه کوي چې طالبان په کابل کې ترهګرۍ ته اسلام اباد لمسوي خو پاکستان دافغان دولت دغه ادعاوې ردوي.

دصادق افغان په نوم یو څیړونکي سعودي ته د حنیف اتمر د اوسني سفر په اړوند خپله لیکنه کې لیکلي چې

“سعودي عربستان په دې وروستیو کې له افغانستان سره د اړیکو پر جوړولو تمرکز کړی او هڅه دا ده چې په سیمه کې دپاکستان بدیل بیامومي “

هغه وایي له یوې خوا د ایران او روسیې نیژدېوالی او له بل پلوه په سیمه کې د پاکستان او امریکا د اړیکو خرابوالي سعودي اړ کړی چې دپاکستان پرځای یو داسې هېواد سره نیژدې اړیکې ولري چې په ټوله معنی دپاکستان بدیل وي .

دافغانستان د پارلیمان د غړي ښاغلي حسین ناصري تور لګولی چې سعودي عرب طالبانو ته په لکونو ډالر ورکوي اؤ غواړي چې افغانستان کې تندلاریتوب ته دوام ورکړي.

همدغه شان د جمال بهشتي په نوم د پارلیمان یو بل غړي هم مطبوعاتو ته ویلي‌چې سعودي عرب یوازې افغانستان نه بلکې پاکستان کې هم تندروه اؤ ترهګرې ډلې پالي

هغه دافغان دولت نه غوښتنه کړې ده چې سعودي عرب سره دې خپلې اړیکو باندې بیا له سره غور وکړي.

افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو پړه طالبانو پغاړه اخستې اؤ څیړونکي وایي چې افغان دولت اوس ځکه هم طالبانو سره د جوړجاړي هڅې چټک کړي چې یو خوا دملي یووالي حکومت دخپل منځي اختلافونو سره مخ دی اؤ بلخوا یې دطالبانو ورځ تر ورځه سیوا کیدونکي مقاومت لاس اؤ پښې تړلي دي.

په افغانستان کې میشت د ناټو اؤ امریکایي ځواکونو کمانډر جان نیکلسن تیره اوونۍ ویلي وؤ چې نړیوال ځواکونه به دطالبانو په ضد خپل دخپلو عملیاتو ساحه پراخه کوي.

تیره اوونۍ نړیوالو ځواکونو په بدخشان ولایت کې د طالبانو په مرکزونو بمبارۍ کې طالبانو اؤ نورو وسله والو ډلو ته د درنو زیانونو اړؤلو دعوې هم کړې وې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG